د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۴

سیډني مارنینګ هیرالډ: له طالبانو سره د امریکايي مقاماتو کتنه د پام وړ بدلون ښيي


  • سیډني مارنېنګ هیرالد

سیډني مارنېنګ هیرالد ورځپاڼې په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو په اړه یو مطلب خپور کړی دی.

سیډني مارنېنګ هیرالډ لیکلي دي، له طالبانو سره د امریکايي مقاماتو دا کتنه د افغانستان په اړه د واشنګټن په ستراتېژۍ کې د پام وړ بدلون ښيي هغه څه چې اوس‌يې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم نه‌ردوي.

ورځپاڼه وايي د قطر په مرکز دوحه کې د تېرې دوشنبې ورځې په دې کتنه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت مرستیالې الېس ولز د امریکايي پلاوي او د طالبانو د قطر د دفتر مهمو غړو د طالبانو په استازیتوب خبرې وکړې.

افغان حکومت د قطر او هرې هغې غونډې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ګټوره ثابتېږي.
افغان حکومت د قطر او هرې هغې غونډې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ګټوره ثابتېږي.

سیډني مارنېنګ هیرالد د قطر د غونډې په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت د ویاندې سټیفني نیومن څرګندونې نقل کړې دي چې ویلي، د افغانستان د جګړې د سیاسي حل په اړه هر ډول مذاکرات به د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ کېږي.

ورځپاڼې دغه‌راز د قطر د غونډې په اړه د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیالې درانۍ وزیري خبرې نقل کړي دي چې ویلي دي افغان حکومت د قطر او هرې هغې غونډې هرکلی کوي چې د افغانستان د سولې د پروسې لپاره ګټوره ثابتېږي.

د قطر د غونډې په اړه امریکايي چارواکو او دوه طالب مشرانو د نومونو نه‌ښودلو په شرط دې ورځپاڼې ته ویلي دي چې په دې خبرو کې د افغانستان د سولې په پروسه خبرې او بحث وشو او د دغه‌شان خبرو اترو په دوام موافقه وشوه.

  • مېل انلاین

میل انلاین خپرونې بیا په کابل کې د کاغذ باد یا ګوډي پران الوځولو د موسم د رسېدو په اړه لیکنه خپره کړې ده.

مېل انلاین د کابل د اوسېدونکي حلیم محمدي چې کاغذ باد جوړوي او د الوځولو موسم ته‌يې چمتووالی نیسي، په اړه لیکلي دي:

محمدي له خپلو دوه لوڼو او زوی سره ناست له رنګارنګ کاغذونو او د بانګس له لرګیو کاغذ بادونه ډیزانوي او بیا يې د لا نور ترتیب لپاره خپلو لوڼو او زوی ته ورکوي.

کاغذ باد جوړونکي د ژمي په رارسېدو سلګونه ګوډي پرانونه پلوري.
کاغذ باد جوړونکي د ژمي په رارسېدو سلګونه ګوډي پرانونه پلوري.

​محمدي مېل انلاین ته ویلي دي یو کاغذ باد فقط په څو دقیقو کې جوړېږي.

مېل انلاین: په افغانستان کې د کاغذ باد الوځولو کلتور په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال په نړیواله سطحه مشهور شو چې د افغان لیکوال خالد حسیني ناول په لویه اندازه وپلورل شو.​

خپرونه زیاتوي، حلیم محمدي او نور کاغذ باد جوړونکي د ژمي په رارسېدو سلګونه ګوډي پرانونه پلوري او چې کله هم شمال لګېږي نو د هر عمر خلک د بامونو د پاسه، په غونډیو او میدانونو کې د کاغذ باد الوځولو له دغې دودیزې مېلې خوند اخلي.

مېل انلاین خپرونې د مطلب په پای کې لیکلي دي چې په افغانستان کې د کاغذ باد الوځولو کلتور په ۲۰۰۳ کال کې هغه مهال په نړیواله سطحه مشهور شو چې د افغان لیکوال خالد حسیني ناول (The Kite Runner) په لویه اندازه وپلورل شو.

ده کایټ رنر ناول چې د کابل د دوه هلکانو د کاغذ باد الوځولو او د هغوی د ژوند پر کیسه راڅرخي په ۲۰۰۷ کال د فیلم بڼه غوره کړه.

XS
SM
MD
LG