د پاکستان امنیتي ادارو د مستونګ د ځانمرګي برید د پلانوونکي د وژلو ادعا کړې

د مستونګ انتحاري حمله کې ۱۵۱کسان ووژل شول

د پاکستان امنیتي ادارو ادعا کړې چې د بلوچستان قلات سیمه کې یې د مستونګ د خونړي ځانمرګي برید پلانوونکی او د هغه دوه نور ملګري په عملیاتو کې وژلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشنبې په ورځ د بلوچستان د پولیسو مشر محسن حسن د پاکستان د مشرانو جرګې قاېمه کومېټې ته ویلي و چې پولیسو د مستونګ د ځانمرګي بریدګر او مرسته کوونکي پېژندلي چې د نیولو لپاره یې هڅې روانې دي.

نوموړي همداشان دغه کومیټې ته ویلي و، د مستونګ ځانمرګی بریدګر حافظ نواز نومېده چې له آره د پښتونخوا د ایبټ اباد سیمې اوسېدونکی و، خو په دې وروستیو کې په سند صوبه کې اوسېده.

پاکستاني رسنیو د جمعې په ورځ د امنیتي سرچینو په حواله ویلي، امنیتي ځواکونو د بلوچستان په قلات سیمه کې د ترهګرو پرضد عملیات کړي چې په نتیجه کې یې د مستونګ ځانمرګي برید پلانوونکی او په سیمه کې د داعش مهم قوماندان مفتي هدایت الله له خپلو دوو ملګرو سره وژل شوی دی.

د مستونګ په انتحاري حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول.

امنیتي سرچینو ویلي، د درېواړو وژل شویو ترهګرو مړي نېږدې روغتون ته وړل شوي، خو په هغوی کې یوازې د مفتي هدایت الله پېژندنه شوې او د ملګرو په اړه یې تراوسه معلومت نه دي ترلاسه شوي.

د روانې میاشت په ۱۴مه نېټه د بلوچستان په مستونګ سیمه کې د بلوچستان عوامي ګوند د مشر او د پارلمان ټاکنو لپاره د همدې ګوند کاندید نوابزاده سراج ريساني د انتخاباتي کمپاېن پر غونډې ځانمرګی برید وشو چې په نتیجه کې یې د وروستیو راپورونو له مخې د ريساني په ګډون لږ تر لږه ۱۵۱ کسان مړه او همدومره نور ټپیان شول.

د دغه ځانمرګی برید مسؤلیت داعش وسله والې ډلې پر غاړه اخیستی و.

په پاکستان کې د روانې میاشت په ۲۵مه نېټه د پارلماني ټاکنو لپاره د کمپاین تر پیلېدو وروسته پر یو شمېر سیاستوالو بریدونه شوي چې لسګونو کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

په بلوچستان کې د بلوچستان عوامي نېشنل ګوند پر مشر تر ځانمرګي برید مخکې په پېښور په یکه توت سیمه کې کې د عوامي نېشنل ګوند پر یوه جګپوړي چارواکي هارون بلور هم ځانمرګی برید شوی و چې په نتیجه کې یې د هارون په ګډون لږ تر لږه ۲۱ کسان مړه او ۶۵ ټپیان شوي ول.

په دغه انتحاري حمله کې ګڼ کسان مړه او ټپیان شول

د یادونې وړ ده چې که څه هم ددغه برید مسؤلیت تحریک طالبان پاکستان منلی و، خو بیا وروسته د عوامي نېشنل ګوند مشر او د هارون بلور کاکا، غلام احمد بلور د طالبانو ادعا رد کړه او ویې ویل چې په دغه برید کې یې "خپلو" خلکو لاس لاره.