د لاسرسي لېنکونه

کوټې ته نيژدې څلور افغان هزاره ګان وژل شوي، دوه ټپيان دي


د يکشنبې په ماښام په يوه موټر کې اته تنه مسافر له چمن ښاره کوټې ته را روان وو چې کوټې ته نيژدې د کچلاغ په «جلوګير» سيمه کې د تېلو يوه پمپ ته درېدلي او ناڅرګندو وسله‎والو ورباندې ډزې کړي دي.

د کچلاغ د پوليسو مشر تنوير شاه رسنيو ته وويل چې کله موټر د تېلو پر پمپ درېدلى، نو دوه په موټر سايکل سپاره کسان- چې مخونه يې پټ وو- ورته درېدلي او په موټر کې پر ناستو کسانو يې پرله پسې ډزې کړي او د پېښې له ځايه تښتېدلي دي.

وايي، د ډزو په نتيجه کې درې تنه ځاى پر ځاى وژل شوي او د يوه ۱۲ کلن ماشوم په شمول درې تنه په‎کې ټپيان شوي چې سمدستي د کوټې د دولتي روغتون د بيړنيو عملياتو څانګې ته راوړل شول چې له هغوى څخه ټپي ماشوم هم ساه ورکړه او د مړېو شمېر څلورو ته و رسېد.

پوليس مشر وايي، په موټر کې دوه ښځې هم ناستې وې، خو هغوى ته په پېښه کې کوم زيان نه‎دى رسېدلى، خو وايي موټر چلوونکى سمدستي د پېښې له ځايه تښتېدلى دى او دوى ورپسې پلټنه پيل کړې ده.

پوليس مشر وايي، په پېښه کې وژل شوي کسان افغانان دي چې وايي، له هزاره توکمه شيعه لږکيو سره تړاو لري او له افغانستانه کوټې ته را روان وو.

په پېښه کې درې وژل شوي کسان محمد مهدي، يزدان خان او غلام حسين نومېږي، خو د وژل شوي ماشوم نوم څرګند نه‎دى او ټپي کسان محمداسماعيل او عبدالوکيل نومېږي چې حالت يې مرګونى بلل شوى او د کوټې انتظامي روغتون ته وړل شوي دي.

د دې بريد مسؤليت کومې وسله‎والې ډلې نه‎دى منلى، خو تر دې مخکې هم په بلوچستان کې په وار- وار پر هزاره توکمنه شيعه مسلمانانو وسله‎وال بريدونه شوي دي چې مسؤليت يې اکثر سني وسله‎والې ډلې لښکرِجنګوي منلى دى.

د يادونې وړ ده چې په بلوچستان کې په روان کال کې دا درېيم هدفي بريد دى چې هزاره توکمه شيعه مسلمانان په‎کې وژل کېږي.

په تېر جون مياشت کې په کوټه ښار کې د يوې ښځې په شمول دوه هزاره ګان د ناڅرګندو کسانو په ډزو وژل شوي وو، ورپسې د جولاى په ۱۹مه هم په مستونګ سيمه کې د يوې ښځې په شمول څلور هزاره ګان کراچۍ ته پر لاره د وسله‎والو له خوا و وژل شول.

رپوټ: بارکوال مياخېل

XS
SM
MD
LG