سره لهدې چې د افغان ولسمشر لهخوا د سولې وړاندیز د طالبانو له لوري رد شوی، خو ولسمشر اشرف غني لا هم باور لري چې کیدای شي دغه ډله وهڅول شي، څو د مذاکراتو مېز ته حاضره شي.
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ده د حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د اختلاف وړ مسایلو د لېرې کېدو په اړه څرګندونې درلودې.
ښایې همدا مسئله له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو د عملي کېدو په برخه کې د ده د هڅو د نتایجو په اړه د ولسمشر غني د خوشبینۍ سبب شوې وي.
ولسمشر غني د دوشنبې په ورځ له ازادي راډیو سره په یوه اختصاصي مرکه کې وویل چې وسلهوال طالبان به د افغان حکومت د سولې وړاندیز مني.
نوموړی وايي:
"اوربند ثابته کړه چې طالبان هیله لري چې له نورو افغانانو سره یو ځای یوه لوري ته ولاړ شي. د اختلاف وړ مسایل یو په بل پسې لېرې شول، د نړیوالو ځواکونو د رول په ګډون چې موږ واضخ ویلي چې دا به د مذاکراتو یوه برخه وي. د «سولې د وړاندیز» رد د بشپړ نه منلو په مانا نهدی. دا داسې دی لکه تاسو چې د واده وړاندیز کوئ، د ناوې کورنۍ په وار- وار د نه ځواب وایي او په حقیقت کې به که خدای غوښتې وه، د «هو» مرحلې ته ورسېږو."
له افغانستانه د نړیوالو ځواکونو وتل د سولې مذاکراتو لپاره د وسلهوالو طالبانو یو اساسي شرط دی.
ولسمشر غني دغه راز وویل، تر هغو چې له طالبانو سره سوله ونهشي، داعش وسلهوال د طالبانو له امکاناتو استفاده کوي.
ښاغلي غني وویل:
"د داعش وسلهوالو شمېر لږ شوی دی، خو دا پدیده له بهره تمویلېږي. زما ژمنه دا ده چې موږ به داعش محوه کوو. تر هغو چې له طالبانو سره سوله ونهشي، دا بله برخه د طالبانو له امکاناتو استفاده کوي، نو ځکه اړینه ده چې موږ خپل بین الافغاني مسایل حل کړو."
د طالبانو ډله د کابل اداره د لویدیځ لاسپوڅې بولي او وایي، غواړي مستقیماً له امریکا متحده ایالاتو سره خبري وکړي.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې د جولای پر ۱۵مه راپور ورکړی چې د امریکا متحده ایالاتو ادارې له خپلو لوړ پوړو چارواکو غوښتي چې له طالبانو سره د سولې د مخامخ خبرو د تطبیق په برخه کې هڅه وکړي.
پهدې راپور کې راغلي چې یو شمېر امریکایي او افغان چارواکو د افغانستان په وړاندې د امریکا د پالیسۍ دغه بدلون تأیید کړی دی.
Your browser doesn’t support HTML5
وسلهوالو طالبانو د روانې میاشتې په سر کې وویل چې د افغانستان له حکومت سره به خبرې ونهکړي.
د طالبانو دغه اعلان وروسته له هغه وشو چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د دوه اړخیز لنډ مهاله اوربند را وروسته د سولې خبرو د پیلېدو په اړه هیلي رامنځته شوې.
افغان حکومت د جون له ۱۲مې تر ۳۰مې پورې اوربند اعلان کړ.
طالبانو بیا یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ.
افغان ولسمشر د اوربند له ختمېدو سره سم له طالبانو بیا وغوښتل چې د سولې خبرو ته حاضر شي.
د اوربند تر ختمېدو وروسته افغانستان د یو شمېر خونړیو بمي بریدونو شاهد دی.