د امریکا ولسمشر یو ځل بیا د ناټو متحدینو باندې د هغوی د دفاعي لګښتونو له کبله انتقاد وکړ.
ډونالد ټرمپ د دغه هېواد د پخوانیو ولسمشرانو په څېر په دې اړه ناهیلې ښودلې چې متحده ایالات لا هم د ناټو په پوځي برخه کې تر ټولو ډېر لګښت ورکوي.
خو ولسمشر ټرمپ دغه انتقادونه هم د خپلو انتخاباتي مبارزو پر مهال کړي و او هم په سپینه ماڼۍ کې د امریکا د ولسمشر په توګه.
ښاغلي ټرمپ دغهراز د ناټو دا وینا چې د دې سازمان پر یوه غړي حمله پر ټولو غړو برید وبلل شي، هم تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
د امریکا ولسمشر چې تېره ورځیې یوه په بل پسې پر ټویټر لیکنې کولې وویل:
"د امریکا متحده ایالات د ناټو د هر غړي په نسبت، تر ټولو ډېر لګښتونه ورکوي."
هغه لیکلي چې دا کار عادلانه نهدی.
ډونالد ټرمپ په یوه ټویټ کې لیکلي چې ناټو تر امریکا د اروپا لپاره ډېره ګټوره ده.
د ناټو غړي هېوادونه ژمن دي چې تر ۲۰۲۴ میلادي کال پورې خپل دوه فیصده ناخالص کورني لګښتونه ناټو ته ورکړي، خو یوازې څو د ګوتو په شمار هېوادونه دغه کار ترسره کوي او یا ورنږدې دي.
د واشنګټن او کاناډا او د هغو د اروپایي شریکانو ترمنځ د سوداګریز تقابل وروسته داسې ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ نظریات ښیي د بروکسل غونډې به جنجالي وي.
ولسمشر ټرمپ د څلور ورځني سفر په هدف نن اروپا ته ځي او پهدې سفر کې به په بلجیم، انګلستان او سکاټلنډ کې تر تم کېدو وروسته د راتلونکې دوشنبې په ورځ هلسینکي ته ولاړ شي او هلته به له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره وګوري.
د امریکا متحدین او شریکان د امریکا او روسیې د ولسمشرانو لیدو ته هم اندېښمن دي.