د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۸

د بروکسل مظاهره‌چیان: د ټرمپ له بهرني سیاست سره موافق نه‌یو، سوله غواړو


په بروکسل کې د ناټو د غړو هېوادونو د مشرانو د غونډې په درشل کې پرون «شنبه د جولای ۷مه» زیات شمېر خلکو د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د «ځینې» سیاستونو په مخالفت کې مظاهره وکړه.

ټاکل شوې چې د ناټو د غړو هېوادونو مشران د راروانې چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو په بلجیم کې غونډه وکړي.

په‎دې غونډه کې د ګډون لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ هم برخه اخلي.

په بروکسل کې په پرونیو مظاهرو کې تر ډېره حده د بلجیم خلکو او د داسې یو شمېر سازمانونو استازو ګډون کړی وو چې د بشري حقونو، د نړیوالې سولې او د چاپېریال ساتنې لپاره مبارزه کوي.

د بلجیم پولیس وايي چې پرون په مظاهره کې تر ۱۴۰۰ زیاتو خلکو برخه اخېستې وه.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ
د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ

د سولې د نړیوالې شورا یوې غړې، پاولا چې پرون په مظاهره کې وه، د ازادي راډیو خبریال ته وویل:

"موږ د دې لپاره مظاهره کړې چې «جمهور رئیس» ټرمپ بروکسل ته را روان دی او موږ د هغه له بهرني سیاست سره موافقه نه‎لرو. موږ سوله غواړو، جنګ نه غواړو. د بلجیم د خلکو لپاره ډېره مهمه ده چې د ټرمپ له شدته ډکه پالیسي تعقیب نه‎کړي."

مظاهره‎چیانو ویلي چې بلجیم ته د امریکا د متحدو ایالاتو د ولسمشر سفر ښه موقع ورکوي چې خپل غږ د هغه غوږو ته ور ورسوي او ورته ووايي چې په خپل بهرني سیاست کې بدلون راولي.

د امریکا د متحدو ایالاتو ولسمشر، ډونالډ ټرمپ په وروستیو کې د ناټو پر نورو غړو غږ وکړ چې پر دفاعي چارو زیات لګښت وکړي.

ټاکل شوې چې په بروکسل کې یو وار بیا پر دې مسئله خبرې وشي.

د ټرمپ حکومت په وروستیو کې د خپلې سترې متحدې، بریتانیې په ګډون د ناټو یو شمېر غړو ته لیکونه واستول او ورته ویې ویل چې هغوی باید پر خپلو پوځونو زیات مصرف وکړي، ځکه د دې پوځي تړون د لګښت زور پر امریکا دی.

د امریکا دفاع وزیر بریتانیې ته خبرداری ورکړ چې که خپله دفاعي بودجه زیاته نه‎کړي، واشنګټن به اړ شي چې د بریتانیې پرځای فرانسه خپله اصلي پوځي متحده وګڼي.

XS
SM
MD
LG