ټاکل شوې چې سبا سې شنبه د اسلامي نړۍ د علماوو کنفرانس د سعودي عربستان په جده ښار کې ترسره شي.
په دې وروستیو کې د افغان حکومت له لوري د جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د خبرو د پیل لپاره تر بل هر وخت هیلې زیاتې شوي، اوس د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې د اسلامي نړۍ د عالمانو غونډه به د دې بهیر له پیل سره زیاته مرسته وکړي.
د دغې شورا ویاند احسان طاهري د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د چنګاښ ۱۸» ازادي راډيو ته وویل چې افغان پلاوی دغه ناستې ته له یوه روښانه پيغام سره ورځي چې د افغانانو د سولې غږ او د افغانستان فتوا ده او په خبرهیې دوی له دې ناستې وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو د پیل لپاره هم هیلې لري.
ښاغلي طاهري زیاته کړه:
"دا لومړی ځل دی چې د نړۍ په کچه د اسلامي نړۍ عالمان د افغانستان د سولې په اړه راغونډېږي چې دا زموږ او د افغانستان د سولې لپاره یوه لویه لاسته راوړنه او لوی ملاتړ دی، افغان پلاوی دې ناستې ته د افغانانو د سولې غږ لېږدوي، په دې ناسته به له شکه پرته د افغان سولې په اړه اسلامي بحث وشي، دا د افغانستان د راتلونکي، د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیل لپاره ډېره مهمه ده."
د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه غونډه چې په افغانستان کې روانه جګړهيې د بحث مهم ټکی دی او سبا د سې شنبې په ورځ د سعودي عربستان په جده او مکه مکرمه ښار کې پیلېږي دوه ورځې دوام کوي.
د افغانستان د یو پلاوي په ګډون پهدې ناسته کې د اسلامي نړۍ ۱۲۰ عالمان برخه لري.
د سولې عالي شورا وايي، هیله لري چې پهدې ناسته کې د وسلهوالو طالبانو استازي هم برخه واخلي.
خو وسلهوالو طالبانو پهدغې غونډه کې خپل ګډون رد کړی او له افغان عالمانو يې هم غوښتنه کړې چې پهدې غونډه کې دې برخه نهاخلي.
د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ لنډ مهاله اوربند چې د نړۍ او سیمې له تود هرکلي سره مخ شو، پهدغه هېواد کې يې د سولې د مخامخ خبرو د پیلېدو لباره هیلې زیاتې کړي.
تر دې اوربند وروسته د ازبکستان او سعودي عربستان په ګډون یو شمېر هېوادونو چمتووالی وښود چې د افغان حکومت او وسلهوالو طالبانو ترمنځ د مخامخ خبرو د پیلېدو په برخه کې مرستې وکړي.
له دې سره تېره ورځ د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف کابل ته د خپل سفر او د افغانستان د ملي امنیت د سلاکار محمد حنیف اتمر سره د لیدلو پر مهال د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړې دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند قادرشاه وايي، ښاغلي اتمر پهدې ليدنه کې ویلي چې د افغانستان د سولې په اړه د ازبکستان مرسته اړینه ده او له یاد هېوادهيې پهدې برخه کې د زیاتې مرستې غوښتنه کړې ده.
نوموړی وايي:
"افغانستان ته د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزیر د سفر هدف دا وو چې د سولې او سیمهییزو همکاریو په ټینګښت کې د دواړو هېوادونو د همغږیو او همکاریو پیاوړتیا نور قوت هم پیدا کړي، که په همدې ډول یا همدې ته ورته په بل فارمټ کې وسلهوال طالبان دې ته لېوالتیا ولري چې د ازبکستان له همکاریو ګټه واخلي، افغان حکومت به له دې څخه ملاتړ وکړي."
په سعودي عربستان کې د افغانستان د جګړې په اړه د اسلامي نړۍ د عالمانو دغه ناسته پهداسې مهال ترسره کېږي چې له دې وړاندې په کابل اندونیزیا او ازبکستان کې هم د افغانستان د ستونزې په اړه لويې غونډې ترسره شوې دي.
په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، هغه پرېکړې چې د افغانستان په اړه په بېلابېلو کنفرانسونو کې کېږي باید د شعار تر کچې پاتې نهشي.
د ولسي جرګې منشي عرفانالله عرفان وايي چې افغانان د سولې تږي دي او که افغان حکومت د سعودي عربستان له ناستې سمه استفاده ونهکړي، دا ناسته به هم د تېر په څېر د افغان جګړې د پای ته رسېدو په برخه کې بېګټې وي.
راپور: اکرامالله اکرام