سولې شورا: تمه ده راتلونکې اوونۍ له طالبانو سره د سولې خبرې پیل شي

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي چې تر راتلونکي اوونۍ پورې به په کور د ننه او بهر د افغانستان د سولې له بهیره په پراخه کچه ملاتړ وشي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارالانشاء رئیس محمد اکرم خلپواک د چهارشنبې په ورځ د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې وویل، که طالبان د سیاسي خبرو اترو له لارې سوله وکړي د دولت مخالفې نورې وړې ډلې به د جګړې توان له لاسه ورکړي.

دی وايي، له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره په کور د ننه او بهر لازمې هڅې روانې دي او تمه ده چې دا هڅې ښه نتیجه ورکړي.

نوموړي زیاته کړه:

محمد اکرم خپلواک

"تمه ده چې راتلونکۍ اوونۍ د خبرو دویم پړاو ته چې د افغانانو تر منځ د سولې مستقیمې خبرې دي ورسېږو، د دې پړاو لپاره موږ په هېواد، سیمه او نړۍ کې ضروري اقدامات تر سره کړي او تمه لرو چې طالبان به هم د یو پلاوي د ټاکل کېدو په اړه چې د مستقیمو خبرو با صلاحیته استازي ولري مثبت ځواب ورکړي."

د دغو هڅو په لړ کې ټاکل شوې راتلونکې اوونۍ د اسلامي نړۍ عالمان د سعودي عربستان په مکه مکرمه کې د افغانستان د جنګ په اړه یو کنفرانس جوړ کړي.

خپلواک وايي، په دغه کنفرانس کې د ګاونډيو هېوادونو، سیمې او نړۍ څخه شااوخوا سل عالمان برخه اخلي.

د خبرو د پیلېدو لپاره د روانو ټولو هڅو سره د سولې د عالي شورا بله هیله دا ده چې د اسلامي نړی عالمان به د دغه کنفرانس له لارې په افغانستان کې جنګ ناروا اعلان کړي.

د مستقیمو خبرو د پیلېدو دا تمه داسې وخت څرګندېږي چې له دې وړاندې افغان طالبانو او حکومت د لومړي ځل لپاره د تېر کوچني اختر په شپو ورځو کې د یو بل پر وړاندې اوربند اعلان کړ.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

له هغې مخکې د سیمې یو شمېر هېوادونه د ازبکستان په مرکز تاشکند کې سره راغونډ شول او د افغانانو په مالکیت یې د سولې له خبرو ملاتړ اعلان کړ.

له دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دویمه غونډه کې چې په کابل کې جوړه شوې وه ټینګار کړی چې حکومت له هر ډول شرط پرته له طالبانو سره خبرو ته چمتو دی.

له دې ټولو هڅو سره سره طالبانو تر اوسه د حکومت غوښتنو ته مثبت ځواب نه دی ورکړی او ویلي يې دي چې د بهرنیو ځواکونو په موجودیت کې له افغان حکومت سره د سولې خبرې نه کوي.

دې ډلې بیا بیا امریکا د سولې د خبرو لوری بللی دی، خو امریکا بیا د طالبانو دا غوښتنه رد کړې ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د سیمه ییزو همکاریو رئیس امیر محمد رامین چې د چهارشنبې په ورځ يې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته خبرې کولې وویل چې د سولې لپاره په سیمه ییزه او نړیواله کچه د حکومت روانو هڅو تر یوې کچې نتیجه ورکړې ده.

خو دی پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي د سیمې د ځينو هېوادونو پر نه همکارۍ اندېښنه څرګندوي:

"له ګاونډيو هېوادونو سره کار زموږ یو مهم هدف دی ځکه چې زموږ برداشت دا دی چې که هغه اجماع چې په ۲۰۰۱ کال په بن کې د سیمې د هېوادونو او نړیوالې ټولنې لخوا جوړه شوه کمزورې شي او یا خدای مکړه ماته شي د افغانستان لپاره به یي نتیجه ښه نه وي دا په داسې حال کې ده چې موږ د سیمې د ځينو هېوادونو د رول په اړه جدي اندېښنې لرو."

له دې اندېښنې ور هاخوا د سولې عالي شورا د دارالانشاء رئیس اکرم خپلواک په دې اړه چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو د پیلېدو لپاره چمتوالی چېرته نیول شوی څه ونه ویل.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رئیس ټينګار کوي چې د سولې د خبرو له پیلېدو سره به د دغې بهیر ملکیت هیڅ کوم دریم هېواد یا ډلې ته ور نه کړل شي.

وسله والو طالبانو د ده د څرګندونو په اړه تر اوسه څه نه دي ویلي خو له دې وړاندې يې له حکومت سره هر ډول پټې خبرې اترې رد کړي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ