د انتخاباتو کمېسیون هڅه کوي په پارلمان کې د اهل هنود څوکې خالي پاتې نه‌شي

د ننګرهار په مرکز جلال‌اباد ښار کې د یکشنبې په ورځ ولسي جرګې ته په انتحاري حمله کې د افغان سېهکانو د یوازني احتمالي کاندید اوتار سنګهـ خالصه تر وژل کېدو وروسته د افغاستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دغه مذهبي اقلیت د څوکۍ ډکولو لپاره هڅې پیل کړې دي.

د دغه کمېسیون کمېشنر سید حفیظ‌الله هاشمي د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال چنګاښ ۱۲» ازادي راډيو ته وویل چې په کمېسیون کې په دې اړه له ډېرو بحثونو وروسته حقوقي او تخنیکي برخو ته دنده وسپارل شوه چې په دې اړه کار وکړي.

سید حفیظ الله هاشمي

نوموړي زیاته کړه:

"موږ خپلو دوو برخو تخنیکي او حقوقي برخو ته دنده وسپارله چې له حقوقي پلوه دا موضوع وڅېړل شي او لنډ وخت ورته اعلان شي، خو په هر حال د کمېسیون پرېکړه دا ده چې زمینه‌سازي وکړي او دوی لپاره یوه استثنا ومني تر څو دا څوکۍ تشه پاتي نه‌شي. هر څوک چې لېوالتیا ولري او شرایط‌یې پوره کړي، کولای شي چې ځان کاندید کړي وروستۍ نېټه د دوی د نوم لیکنې لپاره به د شنبې په ورځ اعلان شي."

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې ته د سېکهانو یوازنی کاندید اوتار سنګهـ خالصه چې د کاندیدانو په ابتدایي لېست کې یې نوم وتلی و په جلال‌اباد ښار کې د سېکهانو له یو شمېر نورو مشرانو سره په یوې انتحارې حمله کې ووژل شو.

په جلال‌اباد ښار کې دغه حمله داسې مهال وشوه چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دغه ولایت په شاهي ماڼۍ کې حضور درلود.

له دغې حملې وروسته د ولسي جرګې او مشرانو جرګې یو شمېر غړو هم د ننګرهار د پېښې په غندلو سره ټینګار وکړ چې په ولسي جرګه کې باید د مذهبي اقلیت امتیازات ورکړل شي.

خو اوس پوښتنه دا ده چې ایا په افغانستان کې دغه مذهبي اقلیت اوس د اوتار سنګهـ خالصه تر وژل کېدو وروسته بل مناسب شخص نوماندۍ ته لري که نه؟

د اوتار زوی ستون سنګهـ خالصه په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

"اوس لپاره موږ داسې څوک نه‌لرو چې دغې څوکۍ ته‌یې وروپېژنو، ځکه زموږ ۱۳ مشران چې له کابل، جلال‌اباد او غزني نه وو ټول وژل شوي، او باید زموږ نور مشران سره کېني او مشوره وکړي او وروسته به خپله پرېکړه وکړي چې څوک معرفي کړي."

په ورته وخت کې د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا وايي، قانون کمېسیون ته دا واک ورکړی چې زمینه‌سازي وکړي او په یوه حوزه کې راپیدا شوې ستونزه هواره کړي.

د دغه بنسټ مشر یوسف رشید وویل، د افغان هندوانو او سېکهانو انتخاباتي حوزه مشخصه ده او کمېسیون کولای شي چې د قانون له مخې پرېکړه وکړي.

راپور: ناجیه ساپۍ