د سولې د ولسي حرکت غړو د امریکا د سفارت مخې ته اعتراض پیل کړ

د سولې ولسي حرکت غړو په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته له دري ورځني پرلت وروسته په کابل کې د امریکا متحده ایالاتونو سفارت مخې ته اعتراضونه پیل کړي دي.

د دغه حرکت ویاند بسم الله وطن دوست د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دوی له دې لارې غواړي خپل پیغام د امریکا خلکو ته ورسوي چې حکومت په تېرو څو کلونو کې د افغانستان د سولې او ثبات لپاره څه کړي؟

ښاغلی وطن دوست وايي، د امریکا د سفارت مخې ته به د دوی پرلت د دریو ورځو لپاره دوام کوي.

نوموړي زیاته کړه:

بسم الله وطندوست

"د امریکا له خلکو غواړو چې د خپل حکومت نه وپوښتي چې امریکايي ځواکونه چې له تېرو څو کلونو دلته دي د افغانستان د امنیت او سولې لپاره یې څه کړي، زموږ غوښتنه له دوی دا ده چې د جګړې ښکېلې خواوې پرېږدي څو خپلو کې خبرې وکړي څو یوې پایلې ته ورسېږي"

ښاغلی وطن دوست وايي، د امریکا سفارت مخې ته له درې ورځني پرلت وروسته به د روسیې، ایران او پاکستان د سفارتونو په وړاندې چې د ده په خبره د ترهګریزو ډلو ملاتړ کوي پرلت ووهي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې د سولې دغه ولسي حرکت په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته هم دری ورځنی پرلت وهلی و.

Your browser doesn’t support HTML5

د سولې ولسي کاروان د ملګرو ملتونو سازمان دفتر مخ ته پرلت پیل کړ

دغه حرکت په هلمند ولایت کې د يوه خونړي برید وروسته چې لسګونه کسان په کې مړه او ټپیان شول رامنځته شو.

له دغه حرکت سره د هلمند سربیره د کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو ځونانو یو ځای کېدو وروسته له سلګونو کېلو متره مزل له طی کولو وروسته کابل ته راغلل او د جګړې له ښکېلو خواوو یې د جګړې د ودرېدا او د اوربند غوښتنه مطرح کړه.

ولسمشر محمد اشرف غني د هلمند د ولسي حرکت له غړو سره په کتنه کې ویلي چې که طالبان یې ومني دی به د یوه کال لپاره اوربند اعلان کړي.

د سولې د عالي شورا ویاند احسان طاهري د سولې لپاره ولسي حرکتونه په نیک فال نیسي او وايي، دغه شورا د هر هغه حرکت څخه ملاتړ کوي چې د سولې د ټینګښت په هدف ترسره کېږي.

نوموړي زیاته کړه:

سید احسان طاهري

"د سولې د ټینګښت لپاره کوم حرکتونه چې په افغانستان کې د خلکو لخوا کېږي موږ ورته د خیر په سترګه ګورو او هرکلی ترې کوو او هر هغه حرکت چې د سولې د ټینګښت په برخه کې ګټور تمام شي یو لوی ګام به وي چې په تاریخ به هم ثبت شي."

په همدې حال کې د نړیوالو چارو افغان کارپوه مشتاق رحیم وايي، د سولې ولسي اعتراضونه د سولې پر پروسې مثبت اغېز لري.

د ښاغلي رحیم په خبره افغانان چې د افغانستان په هر ګوټ کې د سولې لپاره غږ پورته کوي د سولې پروسې ته قوت او سرعت وربخښي او د سولې لپاره د هلمند ولسي حرکت چې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته او همدا راز د بهرنیو سفارتونو مخې ته اعتراضونه کوي چې هرو مرو به یادې ادارې اړ باسي چې په افغانستان کې د وضعیت د بدلون لپاره جدي پرېکړې وکړي.

راپور: واصل وصال