د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۲ تله ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۴۵

افغانستان

د افغان کډوالو د سولې کاروان نن له جلال اباده کابل ته وخوځېد

د افغان کډوالو د سولې کاروان نن جمعه له جلال اباده د کابل پر لور وخوځېد.

دغه کاروان د چهارشنبې په ورځ چې د جون شلمه او د کډوالو نړیواله ورځ وه، له پېښوره د کابل پر لور حرکت وکړ، پرون جلال اباد ته ورسېد او هلته یې له والي حیات الله حیات او نورو چارواکو سره ولیدل.

د افغان کډوالو د سولې د کاروان د رسنیو مسؤل جمیل خان عزیزي ازادي راډیو ته وویل چې د جګړې له ښکېلو خواوو د دوی غوښتنه د اوربند غځول او ورپسې د خبرو پیل دی.

نوموړي وویل:

"د کاروان د حرکت مقصد دا دی چې د جګړې له دواړو خواوو، هم له حکومت او هم له طالبانو غواړو چې باید اوربند وغځوي او په دې ترڅ کې سولې ته راضي شي او خبرو ته کېني"

عزیزي وویل، په کاروان کې شامل کسان له پېښوره تر تورخمه په پښو راغلي، له تورخمه تر جلال اباده د امنیتي ستونزو له کبله په ځینو سیمو کې په موټرو کې تګ ته مجبور شول او تر کابله پر پاتې لاره به پلي ولاړ شي.

د افغان کډوالو د سولې کاروان د هلمند د سولې له ولسي حرکت وروسته په افغانستان کې د سولې لپاره دوهم لوی غورځنګ دی چې هم پر افغان حکومت او هم پر وسله والو طالبانو د اوربند او سولې غږ کوي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روزمیري ډیکارلو له امیرخان متقي سره اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو د رسیدو په اړه خبرې کړي

د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیالې روزمیري ډیکارلو په افغانستان کې د بشري مرستو او له ایران او پاکستانه د راستنو شویو کډوالو په اړه د طالبانو د حکومت له بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره خبرې کړي دي.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت پرون شنبه پر خپلې ایکس پاڼې د دغه ناستې خبر ورکړی دی.

وړاندې راغلي چې امیرخان متقي د پاکستان په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې په تړاو خپلې اندېښنې له اغلې ډیکارلو سره شریکې کړې دي.

په دې ناسته کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې رباب فاطمې هم حضور درلود.

که څه هم له دې مخکې په افغانستان کې د ملګروملتونو استازو او د طالبانو حکومت اړمنو افغانانو ته د بشري مرستو او د کډوالو ستونزو ته د رسیدو په برخه کې غونډې او خبرې کړي دي، خو لاهم په میلیونو افغانان د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او په دې نه پوهیږي چې خپله درې وخته ډوډۍ له کومه کړي.

له ایران او پاکستانه راستانه شوي کډوال تورخم دروازې ته نژدې د عمري په نوم کمپ کې د ژوند لومړنیو امکاناتو ته لاسرسی نه لري او ډير شمیر نور يې د کورونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید

په اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر پایته ورسید.

د جاپان په کوربه توب په روانو اسیايي لوبو کې د افغان لوبغاړو سفر د شنبې په ورځ د (میزان۱۱مه) د یوه سپینو زرو او دوو برونز مډالونو په ګټلو سره پایته ورسید.

د افغانستان د المپیک د ملي کمیټې مرستیال محمد هاشم کریمي پر خپلې فیسبوک پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره په دې لوبو کې د لوبغاړو له ګډونه مننه کړې او د هغوي هڅې يې ستایلي دي.

هغه د ځینو لوبغاړو د سختو رواني شرایطو یادونه کړې او ویلي چې افغان لوبغاړي په "عزم او زوړرتیا" سره د لوبو ډګر ته ورغلل او د پام وړ لاسته راوړنې يې درلودې.

په دغو اسیایي لوبو کې افغان لوبغاړو درې مډالونونه وګټل.

 لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي

انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخه

لیتوانیا له بیلاروس سره پر پوله ۳۵ افغان او عراقي کډوال نیولي دي.

د لیتوانیا د سرحدي ساتنې دولتي ادارې اعلان کړی چې دغه کډوال د پنجشنبې په ماښام د کاترا په نوم سیمه کې هغه مهال ونیول شول چې غوښتل يې د لتیوانیا خاورې ته واوړي.

د دې ادارې په خبره، د کډوالو د نیولو په دې عملیاتو کې هېلوکوپټرو، روزل شویو سپیو او د سرحدي ساتنې ځانګړو ځواکونو برخه اخیستې وه.

د چارواکو په خبره، نیول کسان ټول ځوانان دي.

د لیتوانیا د سرحدي ساتنې ادارې ویلي چې د دغو نیول شویو کسانو له ډلې ۲۹تنه يې بیرته بیلاورس ته ستانه کړاي شوي دي.

لیتوانیا وايي، د روان کال له پیل راهیسې يې د بیلاروس له پولې د ۱۶۶۱ ناقانونه کډوالو د راوښتو مخه نیولې ده.

په کابل کې د روسیې سفارت پر هلمند او کونړ ولایتونو د پاکستان وروستي بریدونه غندلي

په کونړ ولایت کې د پاکستان د پنجشنبې ورځې د هوايي بریدونو له کبله اوښتي زیانونه
په کونړ ولایت کې د پاکستان د پنجشنبې ورځې د هوايي بریدونو له کبله اوښتي زیانونه

په کابل کې د روسیې سفارت پر کونړ او هلمند ولایتونو د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او د ملکیانو پر مرګژوبلې يې ژور خپګان ښودلې ده.

دې سفارت د شنبې په ورځ د (میزان/تلې۱۱مه) پر خپلې ایکس پاڼې د دواړو لورو ترمنځ د جګړې د دوام په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

پاکستان درې ورځې وړاندې د (میزان په ۹مه) پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل چې د یوناما په خبره لږترلږ لس ملکیان په کې ووژل شول او نهه نور په کې ټپیان شول.

یوناما ویلي چې په وژل شویو کې ډیر شمیر يې ماشومان دي.

پاکستان بیا ادعا کړې وه چې د وسله والو مرکزونه يې په نښه کړي وو او ۲۲ وسله وال يې وژلي دي.

د پاکستان دغو وروستیو بریدونو پراخ غبرګونونه پارولي وو.

د پاکستان په بریدونو کې د ملیکانو د وژل کېدو په اړه د اروپايي ټولنې اندېښنه

هغه ماشومه چې پر کونړ د پاکستان په هوايي حملو کې ټپي شوې ده.
هغه ماشومه چې پر کونړ د پاکستان په هوايي حملو کې ټپي شوې ده.

اروپايي ټولنې پر کونړ او هلمند ولایتونو په تازه هوايي بریدونو کې د ملکي وګړو پر مرګ‌ژوبلې اندېښنه ښودلې ده.

دې ټولنې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه بیان کې پر افغانستان له واکمنو طالبانو او پاکستاني لوري غوښتي چې روانه شخړه د خبرو اترو له لارې حل کړي.

پاکستان د پنجشنبې په ورځ پر کونړ او هلمند ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی مأموریت، یوناما په دې بریدونو کې د لږترلږ ۱۰ ملکي وکړو وژل کېدل او د نهو نورو ټپي کېدل تأیید کړي دي.

یوناما همداراز ویلي چې د وژل شویو ډېری ماشومان دي.

پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونه‌یې د وسله‌والو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسله‌وال‌یې وژلي دي.

د اروپايي ټولنې په بیان کې وړاندې راغلي چې ټولې خواوې باید نړیوالو قوانینو په ځانګړې توګه نړیوال بشري قانون ته درناوی وکړي او د ملکي وګړو د مرګ‌ژوبلې مخه ونیسي.

له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بنېټ دغه بریدونه غندلي و او د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو یې د حساب ورکولو غوښتنه کړې وه.

د پاکستان پوځ: د کندهار والي له بهرنیو وسله‌والو سره لیدلي؛ طالبان‌یې ردوي

ارشیف، د کندهار لپاره د طالبانو حکومت والي، ملا شیرین
ارشیف، د کندهار لپاره د طالبانو حکومت والي، ملا شیرین

د طالبانو د کندهار د والي دفتر د پاکستان د پوځ هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې د دې ولایت والي ملا شیرین له بهرنیو وسله‌والو سره غونډه کړې وه.

د دې ولایت مقام د جعمې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) په یوه خبرپاڼه کې وویل چې د پاکستان حکومت په دې ډول ادعاوو سره غواړي چې په افغانستان کې پر ملکي وګړو بریدونو ته توجیه پیدا کړي.

د پاکستان د پوځ ویاند احمد شریف چودري د پنجشنبې په ورځ په یوه خبري ناسته کې ادعا کړې وه چې د کندهار لپاره د طالبانو والي ملا شیرین د تحریک طالبان پاکستان، بلوڅو وسله‌والو او القاعده ډلې له یو شمېرو وسله‌والو سره غونډه کړې وه.

د چودري په ټکو، دا غونډه د روان کال د اګسټ په ۲۶مه جوړه شوې وه.

د پاکستان د پوځ د ویاند دا ادعاوې په داسې حال کې دي چې د پنجشنبې په ورځ پاکستان د افغانستان پر هلمند او کونړ ولایتونو هوايي بریدونه وکړل.

یوناما په دې بریدونو کې د ماشومانو په ګډون د لږترلږه ۱۰ کسانو وژل کېدل تأیید کړي دي.

بل پلو، د تېرې شنبې په ورځ د خیبرپښتونخوا په دېره اسماعیل خان کې د وسله‌والو په یو برید کې ۱۱ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي وو.

پاکستان ادعا کوي چې طالبانو د افغانستان دننه ترهګرو وسله‌والو ډلو ته خوندي پناه‌ځایونه ورکړي، خو طالبانو په ځلونو د پاکستان دا ادعا رد کړې او ویلي دي چې هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر ضد وکارول شي.

افغان ښځو او نجونو کې د خوړو د نه‌خوندیتوب د پراخېدو په اړه د م. م خبرداری

ارشیف، یو شمېر افغان ښځې او نجونې
ارشیف، یو شمېر افغان ښځې او نجونې

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې نوې موندې ښيي چې په افغانستان کې ۶۰ سلنه ښځې او نجونې د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ دي.

دې څانګې د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) پر خپلې وېب‌پاڼې د یوه تحلیلي راپور په خپرولو سره ویلي چې د منځني خیتځ جګړې په ۲۸ هېوادونو کې د ښځو او نجونو د خوړو خوندیتوب له جدي ګواښ سره مخ کړی دی.

د راپور له مخې، "د روان کال تر ډسمبره ښايي ۱۱،۷ میلیونه ښځې او نجونې په دغو ۲۸ هېوادونو کې په جدي توګه اغېزمنې شي".

د راپور پر اساس، د منځني ختیځ جګړو د هغو هېوادونو ښځې په جدي توګه د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخ کړي چې د کاري ځواک برخه نه‌دي.

په راپور کې وړاندې راغلي چې دا مهال په افغانستان کې ۹۵ سلنه ښځې کار نه‌کوي او په نارینه‌وو متکي دي.

له افغانستان وروسته یمن، سوډان، سوریه، عراق، مصر او فلسطین هغه هېوادونه یاد شوي چې ښځې او نجونې په‌کې په لوړه کچه د خوړو له نه‌خوندیتوب سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه په داسې حال کې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د خوړو د نه‌خوندیتوب خبرداری ورکوي چې له دې مخکې د ملګرو ملتونو یو شمېر نورو ادارو ویلي و چې په افغانستان کې په میلیونو خلک د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او ځان ته درې وخته ډوډۍ نه‌شي پیدا کولای.

د ۲۰۲۷ کال نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش اعلان شو

نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش
نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش

د افغانستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۷ کال په نړیوال جام سیالیو کې د افغان کرکټ لوبډلې د لوبو مهالوېش خپور کړی دی.

کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د (تلې/ میزان ۱۰مه) لیکلي چې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د نړیوال جام په سیالیو کې له استرالیا، هند، پاکستان او زېمبابوې سره په لومړي ګروپ کې ده.

د مهالوېش له مخې افغان لوبډله به د ۲۰۲۷ کال د کرکټ په نړیوال جام کې خپله لومړۍ لوبه د اکټوبر په ۸مه نېټه د پاکستان پر وړاندې ترسره کړي.

تر اوسه کرکټ بورډ دغو سیالیو ته افغان لوبډله نه‌ده اعلان کړې.

قزاقستان، ازبکستان او امارات د افغانستان له لارې د رېلګاډي پټلۍ جوړوي

قزاقستان، ازبکستان او متحده عربي اماراتو د «کاسا» پروژې په چوکاټ کې د یوې نوې رېللارې د جوړولو لپاره د همکارۍ هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

د قزاقستان د صدراعظم دفتر د پنجشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا رېللار به قزاقستان، ازبکستان، افغانستان او پاکستان سره ونښلوي او د پاکستان کراچۍ او ګوادر بندرونو ته به د منځنۍ اسیا د هېوادونو د توکو د لېږد زمینه برابره کړي.

درې واړه هېوادونه به د پروژې د تخنیکي او اقتصادي امکان‌سنجۍ ترڅنګ د تمویل لارې هم وڅېړي او د تخنیکي، اقتصادي او مالي چارو لپاره د ګډې کاري ډلې د جوړولو پلان لري. د قزاقستان د حکومت په وینا، دغه مسیر په کال کې تر ۱۰ میلیونه ټنو بار لېږد وړتیا لرلی شي.

بېنېټ په کونړ او هلمند کې د ملکي مرګ ژوبلو د حساب غوښتنه وکړه

په افغانستان کې د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ، په کونړ او هلمند کې د پاکستاني ځواکونو د هوايي بریدونو له امله د ملکي وګړو د وژل کېدو په تړاو د حساب ورکولو غوښتنه کړې ده.

بېنېټ ویلي، په بریدونو کې ډېری وژل شوي کسان ماشومان دي او دغه بریدونه ښايي د بشري حقونو او نړیوال بشردوستانه قانون خلاف وي. هغه ویلي، ملکي وګړو ته د نه جبرانېدونکي زیان رسولو لپاره هېڅ توجیه نشته.

یوناما ویلي، په دغو بریدونو کې لږ تر لږه ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او نهه نور ټپیان شوي دي. پاکستان بیا ادعا کړې چې بریدونه یې د وسله‌والو پر پټنځایونو کړي او ۲۲ وسله‌وال یې وژلي دي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG