د هلمند د سولې ولسي حرکت وايي، د سې شنبې په مازدیګر د ملګرو ملتونو د عمومي سرمنشي په ادرس خپل لیک په کابل کې یوناما ته سپاري.
د دغه حرکت تنظموونکي وايي، ملګري ملتونه کولای شي په افغانستان کې د جګړې په پای ته رسېدو کې مهم رول ولوبوي او دغه بنسټ باید نور په دې برخه کې بې تفاوته پاتې نه شي.
د ازادي راډیو خبریال محمد حدیث پردېس په کابل کې د هلمند د سولې د ولسي حرکت د اعتراض ځای ته ورغلی او دغه راپور یې چمتو کړی:
Your browser doesn’t support HTML5