د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۲۹ وږی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۶

حکومتي سرچینه: د حکومت له لوري په غځول شوي اوربند کې ښارونه نه دي شامل


د افغان حکومت یوه معتبره سرچینه وايي چې د حکومت له لوري په غځول شوي اوربند کې ښارونه نه دي شامل.

په داسې حال کې چې د افغان حکومت له لوري د تمدید شوي یو اړخیز اوربند پای ته رسېدو ته کمې ورځې پاتې دي، د افغان حکومت یوه باوري سرچینه وايي چې په دغه اوربند کې ښارونه نه دي شامل.

دغه سرچینه وايي چې د اختر په درېيو ورځو کې دوی له دوه اړخیز اوربنده ډېر څه زده کړي او که بیا ځلي له طالبانو سره اوربند وشي، نو له دغو تجربو به استفاده وکړي.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د دوشنبې په ورځ په کابل کې یوې ګډې خبري ناستې ته وویل چې دوی تمدید شوي یو اړخیز اوربند ته ژمن دي.

نجیب دانش
نجیب دانش

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ له لوري په ټول توان سره اوربند پرځای دی او ورسره په خوا کې ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دنده ورکړل شوې چې د احضاراتو په حالات کې و اوسي، که مقابل لوری په حرکت لاس پورې کوي، نو د افغان ځواکونو له غبرګون سره به مخ شي."

افغان ولسمشر د روژې له ۲۷ مې د اختر تر پنځمې اوربند اعلان کړ چې ورپسې وسله والو طالبانو هم د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ.

له اختر وروسته طالبانو اوربند په اوربل بدل کړ، خو افغان ولسمشر محمد اشرف غني د دولت له لوري دغه اوربند د لسو نورو ورځو لپاره هم وغځاوه.

په ورته وخت کې د افغانستان دفاع وزارت وايي، د اعلان شوي اوربند په نظر کې نیولو سره یې په بېلابېلو سیمو کې هوايي او ځکمني عملیات کړي دي.

د دغه وزارت د ویاندوی د دفتر مرستیال محمد رادمنش په ګډه خبري ناسته کې وویل چې په دغو عملیاتو کې د ۶ داعش وسله والو په ګډون، یوشمېر مخالفین هم وژل شوي دي.

محمد رادمنش
محمد رادمنش

دی وایي:

"افغان ځوکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اعلان شوي اوربند په نظر کې نیولو سره لس ګډ چاڼیز علمیات او ۸۵ ځانګړي کمانډويي حمایوي وظیفې او ۱۶ هوايي حملې د دښمن د ډله ییزو حملو په مقابل کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې کړي دي."

د افغان حکومت سرچینه زیاتوي چې له اوربند وروسته کله چې یوشمېر طالبان ښارونو ته راغلل او له افغان ځواکونو سره یې تود روغبړ وکړ، د طالبانو دغه حرکت د دوی د مشرانو له تند غبرګون سره مخ شوی.

دغې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط خبریالانو ته وویل چې په زابل، پکتیکا او یوشمېر نورو ولایتونو کې طالبان دې ته چمتو شوي چې یو ځل بیا اوربند وکړي.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

بل خوا په افغانستان کې د اوربند او تل پاتې سولې لپاره یوشمېر ولسي حرکتونه روان دي چې له دې حرکتونو یوه یې تېره ورځ په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر مخ ته سوله غوښتونکی پرلت وهلی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG