د اطلاعاتو او کلتور وزارت ځوانانو ته د غیر قانوني کډوالۍ په اړه عامه پوهاوی ورکوي

د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معینیت وايي، انساني قاچاقبران په چل او فرېب زیات شمېر ځوانان غیر قانوني کډوالۍ ته هڅوي او په دې سره د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کوي.

د دې وزارت د ځوانانو چارو معین سید کمال سادات د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۳۱» د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له مرستیال سره په یوه ګډه غونډه کې وویل چې د غیر قانوني لارو څخه بهر ته د افغان ځوانانو د سفر د مخنیوي او د قاچاقبرانو له لوري د هڅونې د مخنیوي په هدف‌يې په بېلابېلو سیمو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه پیل کړي دي.

سید کمال سادات

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ یو شمېر ځوانان په رضاکارانه ډول په مسجدونو، کلیو او بانډو کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي چې څنګه باید د قاچاقي لارو مخه ونیسو او د قانوني لارو نه په ګټې اخیستنې نورو هېوادونو ته لاړ شي، موږ به د خپلو فعالیتونو پیل د هرات او مزار ولایتونو څخه وکړو. اوس غواړو دا عامه پوهاوی په کابل کې پیل کړو، خو په ټوله کې په ټولو ولایتونو کې زموږ رضاکاره ځوانان شته چې په دې برخه کې خلکو ته عامه پوهاوی ورکوي."

ښاغلي سادات له هغه ځوانانو چې له بېلابېلو هېوادونو څخه بېرته افغانستان ته ډیپورت کېږي غوښتنه وکړه چې باید د ځوانانو معینیت ته مراجعه وکړي ترڅو د زده‌کړو او کارموندنې په برخه کې ورسره مرسته وشي.

د ځوانانو معین همداراز د هېواد له ټولو ځوانانو وغوښتل چې بهر ته د تګ په هدف د غیر قانوني لارو څخه ځان وساتي.

جنګ جګړې، اقتصادي ستونزې، بې‌روزګاري، او د زیاتره کورنیو کمزوری اقتصاد په افغانستان کې هغه لاملونه دي چې له امله‌يې په تېرو څو کلونو کې ډېر شمېر افغانانو خپل هېواد پرېښی دی.

یو شمېر داسې راپورونه هم ورکړل شوي چې زیاتره دغه افغان ځوانان چې بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول اروپا ته غیر قانوني سفر کوي د لارې په اوږدو کې له زیاتو ستونزو سره مخ کېږي او حتی خپل ژوند له لاسه ورکوي.

محمد یونس هغه افغان ځوان دی چې وايي، قاچاقبرانو تېر ایستی و او د مجبوریت پر اساس‌یې هېواد پرېښی و او په غیر قانوني لارو ترکیې ته تللی و.

نوموړی چې د پنجشنبې په ورځ د کډوالو او اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو له مسؤلینو سره په ګډه ناسته کې ګډون کړی و د خپل برخلیک په اړه داسې وویل:

"موږ ته قاچاقبرانو وویل چې تاسو ترکیې ته لاړ شئ او هتله کار وکړئ څو د میاشتې ۵۰۰ ډالره پیدا کړئ، لومړی یې په ایران کې راباندې ظلم وکړ او بندیان‌یې کړو چې پیسې مو ورکړې بیا یې خوشې کړو، کله چې ترکیې ته ورسېدو هلته کار نه‌و موږ یې په ترکانو او کردانو خرڅ کړو خلاص، ستونزې ډېر زیاتې وې."

یونس وايي، نور نه‌غواړي چې له هېواد نه ووځي او له نورو ځوانانو هم غواړي چې له غیر قانوني لارو بهر ته د تګ تېروتنه ونه‌کړي.

په همدې حال کې د کډوالو چارو وزارت بیا په ترکیه کې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره د اقداماتو خبره کوي.

خو د کډوالو د برخې افغان څېړونکی ولي محمد کنډیوال وايي، افغان حکومت باید په کور دننه او بهر افغانانو ته مناسب کاري فرصتونه برابر کړي ترڅو افغان ځوانان له غیر قانوني لارو بهر ته د تګ لپاره زړه ښه نه‌کړي.

راپور: اکرام‌الله اکرام