د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۱

مېرکل ته د جرمني د حاکم محافظه‌کار ائتلاف د تندلارو غړو التیماتوم


د جرمني د حاکم محافظه‌کار ائتلاف تندلاري غړي صدراعظمې انګلا مېرکل ته التیماتوم ورکړی چې که د کډوالو د منلو قوانین محدود نه‌کړي، نو په هېواد کې به سیاسي بحران پیل شي.

تمه ده چې د جرمني د کورنیو چارو وزیر نن سرحدي پولیسو ته د هغو کډوالو د مخنیوي اجازه ورکړي چې د اروپايي ټولنې په نورو هېوادونو کې راجستر شوي دي.

اکثر کډوال اروپا ته د ایټالیا او یونان له لارې ننوځي او نومونه‌یې هملته ثبتېږي.

صدراعظمې انګلا مېرکل درې کاله مخکې د جرمني سرحدونه د هغو کډوالو پر مخ پرانیستل چې له عراق، سوریې، افغانستان او نورو جګړه ځپلو هېوادونو څخه اروپا ته پناه وروړي او د خپلې دې پالېسۍ له کبله، د واکمن ائتلاف د فشار د کمولو لپاره د یوې دایمي حل لارې په موندلو نه‌ده بریالۍ شوې.

د مېرکل د دې پالېسۍ په نتیجه کې له ۲۰۱۵ میلادي کال را په دېخوا نږدې یو میلیون کډوالو په جرمني کې سیاسي پناه غوښتې ده.

د انګلا مېرکل د باویریايي متحد مسیحي سوسیال اتحاد «CSU» مشر د کورنیو چارو وزیر هورسټ زیهوفر د دې پالېسۍ له اصلي منتقدانو څخه دی او څارونکي په دې باور دي چې دا پرېکړه به واکمن ائتلاف دوه ټوټې کړي.

مېرکل تېره شپه له دې ګوند سره په بېړنۍ غونډه کې ټینګار وکړ چې د کډوالو د مخنیوي پرېکړه ښايي د جرمني له ګاونډیانو سره اړیکې او د اروپايي ټولنې د غړو ترمنځ یووالی زیانمن کړي.

مېرمن مېرکل وايي، دا به د اروپا په جنوب کې د پرتو هېوادونو د یوازې پرېښودو په معنی وي او وړاندیز کوي چې اروپايي ټولنه دا ستونزه په ګډه د روانې میاشتې د ۲۸مې او ۲۹مې په سرمشریزه کې حل کړي.

د کډوالو له‌خوا ترسره شوي جنایتونه په تېره د ۲۰۱۶ میلادي کال د کرېسمس د جشن پر مهال پر یوه مارکېټ د یوه تونسي کډوال ناکامه حمله او د یوه عراقي کډوال له‌خوا پر یوې ماشومې پېغلې جنسي تجاوز او د هغې وژنې هم د کډوالو پر ضد د خلکو غصه پارولې ده.

همداراز د جرمني په یوه محکمه کې د هغه افغان پناه غوښتونکي قضیه هم نن څېړل کېږي چې د چړې په ګوزارونو د خپلې جرمنۍ ملګرې په وژنه تورن دی.

مېرمن مېرکل د تېرې سپټمبر میاشتې په انتخاباتو کې ډېرې لږې رأیې وګټلې او د لومړي ځل لپاره د کډوالو او مسلمانانو ضد ښي اړخي تندلاری «AfD» ګوند په پارلمان کې سیټونه ترلاسه کړل.

اروپا ته د پناه غوښتونکو د مهاجرت د څپې په وړاندې د اروپايي هېوادونو د عوامو وېرې پاپولیستانو یا هغو سیاستوالو ته چې د خلکو احساساتو ته په پام سره دریځ نیسي او د مهاجرینو مخالفو قوتونو ته د مېرمن مېرکل په وړاندې د مخالفت لپاره ښه پلمه په لاس ورکړې او په تېره د ایټالیا او اتریش په څېر په یو شمېر هېوادونو کې یې هغه ښي اړخي تندلاري ګوندونه چې په واکمنۍ کې شامل دي، لا پیاوړي کړي.

XS
SM
MD
LG