روسیې د افغان حکومت له‌خوا د اوربند غځول ستایلي او دا جګړه یې ورور وژنه بللې

روسیې د افغان حکومت له‎خوا له افغان طالبانو سره د لنډمهالي اوربند غځول ستایلي او هیله‎یې ښودلې چې دا ګام به پر افغان خاوره ورور وژنه ختمه کړي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ له افغان طالبانو سره اعلان کړی څو ورځنی اوربند د لسو نورو ورځو لپاره وغځاوه.

د روسیې د بهرنیو چاو وزات د افغان حکومت دغه ګام ستایلی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ په‎دې اړه په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د دغه ګام ستایلو ترڅنګ هیله ښودلې چې دا به پر افغان خاوره د اوږدې جګړې د ختمېدا لامل شي.

خبرپاڼه همدا شان د افغانستان جګړه ورور وژنه بللې او خوښي یې ښودلې چې "په اوربند کې لکه د داعش د خراسان او نورې نړیوالې تروریستې ډلې شامل نه‎دي."

خبرباڼه وايي:

"د کابل دا نوښت به پر افغان خاوره کې د ورور وژنې د اوږدې" جګړې ختمولو، د سوله‎ییزو خبرو پيل او ملي پخلاینې بهیر ته "لار پرانېزي."

ولسمشر غني د تیرې یکشنبې په ورځ له طالبانو سره درې ورځنی اوربند د لسو نورو ورځو لپاره هم وغځاوه، تر دې مخکې ولسمشر غني د روژې له ۲۷مې د اختر تر ۳مې له طالبانو سره اوربند اعلان کړی و چې په ځواب کې یې طالبانو هم له حکومت سره د اختر په لومړیو ۳ ورځو کې ۳ ورځنی اوربند اعلان کړ.

که څه هم افغان حکومت له طالبانو سره اعلان کړی اوربند د ۱۰ نورو ورځو لپاره وغځاوه، خو طالبانو له اوربند غځولو انکار وکړ او بېرته یې خپل بریدونه پیل کړي.

افغان ولسمشر تر اختر مخکې تر هغې وروسته له طالبانو سره اوربند اعلان کړ چې په کابل کې شاوخوا ۳۰۰۰ دیني عالمانو په یوې ګډې فتوا کې افغانستان کې روان او ځانمرګي بریدونه ناجاېز وبلل او له حکومت او طالبانو یې وغوښتل چې سوله وکړي.

د یادونې وړ ده چې د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د ولسمشرغني له طالبانو سره لومړی اوربند هم ستایلی و او له طالبانو یې غوښتي وو چې د دغه ګام مثبت ځواب ورکړي.

راپور: ذبیح مومند