د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۳

نیویارک ټایمز: اوربند او حملو څرګنده کړه چې افغان جګړه څومره پېچلې ده


  • نیويارک ټايمز

نیويارک ټايمز ورځپاڼې د خپل راپور په يوه برخه کې په ننګرهار ولايت کې د اوربند پرمهال دوو خونړيو حملو ته اشاره کړې ده.

د ورځپاڼې په وينا، دا څرګنده شوه چې د افغانستان جګړه څومره پېچلې ده.

د يکشنبې په ورځ په جلال‎اباد ښار کې ۱۹ او ترهغه يوه ورځ مخکې ۳۶ کسان په رودات ولسوالۍ کې ووژل شول.

په راپورکې راغلي چې په کابل کې ډېری بحثونه د دغه اوربند د لاسته راوړنو په اړه دي.

ورځپاڼه ليکي:

وروسته له هغه چې یو شمېر طالبان د اوربند پرمهال ښارونوته له وسلو سره ننوتل، حکومت ته د زیان اوښتو احتمال زيات شو چې د ښارونو په مرکزونو کې له بمي چادونو او ځانمرګي بريدونو سره لاس او ګرېوان دی.

  • ټايمز

ټايمز ورځپاڼې ليکلي، له طالبانو سره د حکوت له‎خوا د اوربند د تمديد وړانديز د افغانستان اوږدې جګړې ته د پای ټکی ايښودلو لپاره هيلې زياتوي.

ورځپاڼې ليکلي چې د شنبې په ورځ لسګونو طالبانو خپلې وسلې تسليم کړي او ښارونو ته ننوتل او له افغان ځواکونو سره یې د اختر لمونځ وکړ.

د ورځپاڼې په وينا، پر سړکونو د خوشالۍ محفلونه پيل شول او سخت دريځو له خلکو او حکومتي ځواکونو سره سيلفي عکسونه واخېستل.

  • واشنګټن پوسټ

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې هم په افغانستان کې د افغان حکومت او طالبانو له‎خوا اوربند ته کتلي دي.

د شنبې په ورځ ولسمشر غني اوربند تمدید کړ، د طالب زندانيانو د راخوشې کولو او د هغوی ټپیانو ته يې د درملنې وړانديز يې هم وکړ.

امريکايي چارواکو د ولسمشر دا اقدامات وستايل، خو وروسته له هغه چې طالبانو اعلان وکړچې دوی به له خپل لوري اوربند نه تمديدوي، ولسمشر په‎دې اړه هېڅ‎ عکس‎العمل نه‎دی ښودلی.

واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ليکلي چې د اوربند تمديدولو په اړه له منتقدينو څخه يو د افغانستان د ملي امنيت پخوانی رئیس امرالله صالح هم و.

مقاله وايي، ښاغلي صالح پر ټويټرلیکلي چې بې شمېره طالب جنګيالي ښارو ته ننوتل او افغان امنیتي ځواکونه د هغوی سيمو ته نه‎دي ورغلي.

مقالې د هغو طالبانو خبرو ته هم اشاره کړې چې وايي، دوی هيله لري جګړه به پای ته ورسېږي او اوربند به دوام وکړي.

مقالې د يوه طالب له قوله ليکلي چې وايي، موږ له جګړې ستړي يو، ټول ملت له جګړې ستړی دی.

XS
SM
MD
LG