هغه لوبغالی چې د فوټبال د نړیوال جام یوه سیالۍ پهکې کېږي، په زړه پورې معیارونه لري.
دا معیارونه د فیفا په یوه ۲۲۵ مخیز سند کې ثبت شوي دي.
په دې لوبغالي کې شااوخوا ۸۰ زره څوکۍ شته.
سټډیوم د نندارچیانو لپاره څلور د ننوتو او څلور د وتلو لارې لري.
د فوټبال میدان ۱۰۵ متره اوږدوالی او ۶۸ متره پلنوالی لري او شااوخوا یې ۱۲۵ متره په ۸۵ متره کې ټاکل شوې ده.
د لوبغالي چمن خورا ښه کیفیت لري ځکه چې خاورهیې ښه ده.
- د چمن د اوبولو او تود ساتلو ځانګړي وسایل د دې لوبغالي بله ځانګړتیا ده.
- د هر ټیم د اضافي یا بدلېدونکو لوبغاړو لپاره ۲۳ څوکۍ په پام کې نیول شوي دي.
- د نندارچیانو او میدان ترمنځ واټن د ۹۰ تر ۱۹۰ مترو ترمنځ ټاکل شوی دی.
- د لوبغالي په شااوخوا کې د رسنیو لپاره ځانګړی ځای او همداراز یو روغتیايي مرکز او پارکېنګ هم شته.
- د ټکټونو د کنټرول، تلاشۍ ځایونه او څرخنده دروازې د دې لوبغالي نور معیارونه دي.
- لوزنیکي لوبغالی د ۲۰۱۸ د فوټبال د نړیوالې اتلولۍ جام د پرانیستونکې سیالۍ کوربه دی.
خو اوس بېخي بدل شوی او له سره جوړ شوی دی.
په ۱۹۹۹ کال په دې لوبغالي کې د اروپا کپ پایلوبه وشوه او په ۲۰۰۸ کې د اروپا د اتلولیو جام د پایلوبې کوربه پاتې شوی دی.
په لوزنیکي لوبغالي کې ۸۱ زره نندارچیان ځایېږي.