د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۲۸

د فوټبال لوبې لپاره روسیې ته تلونکو مینه‌والو ته خبرداری!

د امریکا او بریتانیا استخباراتي چارواکو د فوټبال هغو مینه‌والو ته چې د فوټبال د نړیوال جام لوبو لپاره روسیې ته ځي خبرداری ورکړی چې ممکن موبایل ټیلیفونونه او کمپیوټرونه‌یې د انټرنټ یا سایبري جاسوسي ادارو له‌خوا هک شي.

د امریکا د استخباراتو د مخنیوي او امنیتي مرکز مشر ویلیام ایوانینه «William Evanina» د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۲۳» وویل چې په روسیه کې به حتی هغه خلک چې ګومان کوي مهم نه‌دي، د هککرانو له‌خوا په نښه شي.

هغه په یوه خپاره کړي بیان کې ویلي چې هر هغه څوک چې د نړیوال جام لوبو د لیدو لپاره روسیې ته ځي، باید د سایبري حملو د خطرونو په وړاندې بېداره واوسي.

روېټرز اژانس د یوه امریکایي چارواکي له قوله چې نوم‌یې نه‌دی ښودل شوی ویلي چې د بریتانیا امنیتي ادارو هم خپلو وګړو او ملي ټیم ته چې په دې جام کې شامل دی او هغه نن پیلېږي، ورته خبرداری ورکړی دی.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG