د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۰

سبا پنجشنبه د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ پیلېږي


ټاکل شوې چې د فوټبال د ۲۰۱۸ میلادي کال د نړیوال جام سیالۍ سبا پنجشنبه د جون میاشتې په ۱۴مه پیل شي.

په لومړنۍ لوبه کې کوربه هېواد روسیه د سعودي عربستان په وړاندې د سیالۍ ډګر ته وځي.

دا لوبه د مسکو پر وخت مازیګر پنځه بجې پیلېږي.

د فوټبال د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۳۲ ټیمونه په اتو ډلو کې له یو بل سره سیالي کوي.

دا لوبې به د جولای د میاشتې تر ۱۵مې پورې دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG