افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن وويل چې د هېواد ملي کرکټ ټيم د جګړه ځپلي افغانستان لپاره د وياړ سرچينه ده.
ولسمشر محمد اشرف غني پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:
Today is that historic day. On behalf of all Afghans I pay tribute to their contribution to the game of cricket and honor them for being a source of pride to the nation. India, and now Afghanistan are two major Asian cricket forces.
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) June 14, 2018
"نن يوه تاریخي ورځ ده، د ټولو افغانانو په استازيتوب زه د افغان کرکټ لوبغاړو په لاسته راوړنو وياړم، هندوستان او افغانستان اوس په اسيا کې د کرکټ په ډګر کې دوه لوی قدرتونه دي."
د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم پر خپله ټويټر پاڼه ليکلي:
I am very proud to be at Bengaluru for @ACBofficials historic inaugural test match against @BCCI June 14-18 2018. Afghanistan is making history with playing the maiden test today. Thanks to @BCCI for hosting @ACBofficials for this first test. #INDvAFG #AFGvIND pic.twitter.com/jCuoqrEzco
— Dr. Abdullah (@afgexecutive) June 14, 2018
"وياړم چې په بنګلور ښار کې د افغانستان او هندوستان ترمنځ تاریخي ټېسټ لوبه ګورم."
ښاغلي عبدالله په بنګلور ښار کې د دواړو کرکټ لوبډلو سره وکتل او د خبرو پر مهاليې داسي وويل:
"دا زموږ د سپورت په تاریخ کې او زموږ دواړو هېوادونو د اړيکو په تړاو دا يوه تاریخي لوبه ده، افغان لوبغاړو او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې په ډېره کمه موده کې ډېر ژر پرمختګ کړی دی."
د هندوستان صدراعظم نرېندرا مودي هم نن وويل چې دی هيله لري د هندوستان او افغانستان ترمنځ تاريخي لوبه به د دواړو هېوادونو خپلمنځي اړيکې قوي کړي او په سیمه کې د سخت دريځۍ پر وړاندې به دواړه ګاونډي هېوادونه نور هم سره نږدې کړي.
افغانستان خپله پنځه ورځنۍ ټېست لوبه نن د هندوستان په بنګلور ښار کې پيل کړه.
د دغې لوبې کتلو ته د دواړو هېوادونو لوړپوړي چارواکي ورغلي دي.
مودي پر خپله ټويټر پاڼه لیکلي:
I congratulate the people of Afghanistan as their cricket team plays their first international test match. Glad that they have chosen to play the historic match with India. Best wishes to both teams! May sports continue to bring our people closer and strengthen ties.
— Narendra Modi (@narendramodi) June 14, 2018
"زه افغانانو ته مبارکي وايم چې د دوی د کرکټ ټيم خپله لومړۍ نړيواله ټېسټ لوبه کوي، خوشاله يم چې دوی دا تاریخي لوبه له هندوستان سره انتخاب کړه، دواړو ټيمونو ته ښې هيلې لرم."
مودي زیاته کړې، هيله لرم سپورت زموږ خلک نور هم سره نږدې او زموږ اړيکې نورې هم ټينګې کړي.
د هندوستان د سپورت وزیر راجيا وردهان راټهور له افغان لوبغاړو سره د لوبې تر پيل مخکې خبرې وکړې او د مودي د مبارکۍ پيغاميې ولوست.
د افغانستان کرکټ لوبډله لومړی ځل په ۲۰۰۱ میلادي کال کې د نړيوالې لوبې په توګه د کرکټ د نړیوالې شورا لهخوا ومنل شوه او تېر کال په جون مياشت کې يې د دغې شورا دايمي غړيتوب تر لاسه کړ.
د هندوستان د کرکټ پخواني الراونډر سليم دراني د افغانستان د کرکټ لوبډلې کپټان اصغر ستانکزي ته يوه ډالۍ هم وړاندې کړه.
سليم درانی په کابل کې زېږېدلی.
هندوستان افغانستان ته د دوو سټډیومونو وړانديز کړی چې افغان لوبډله پهکې لوبې وکړي.