د اوربند په اړه د ولسمشر غني اعلان په کور دننه او بهر له هرکلي سره مخ شو

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني له‌خوا د یو اړخیز اوربند له اعلان وروسته په افغانستان کې دننه او بهر د دغه اوربند هرکلی شوی دی.

د سولې عالي شورا، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو دفتر، د بهرنیو ځواکونو قوماندان او د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر د افغان ولسمشر له‌خوا د اوربند دا اعلان په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې یو مهم ګام بلل شوی او له وسله‌والو طالبانو غوښتل شوي چې دوی دې هم د ملت غږ ته مثبت ځواب ورکړي او له افغان حکومت سره دې په مخامخ خبرو کې ښکېل شي.

افغان ولسمشر اشرف غني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۷» په یو وېډیویي پیغام کې دغه اوربند یوازې له افغان طالبانو سره اعلان کړ او ویې‌ویل چې له بهرنیو ترهګرو، القاعده او داعش پر ضد به د افغان ځواکونو جګړه دوام وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

د افغانستان ولسمشر د اوربند اعلان وکړ

  • د سولې عالي شورا

د سولې عالي شورا په خپل بیان کې لیکلي دي چې د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان د شااوخوا درېیو زرو دیني عالمانو له‌خوا د یوې غونډې پر مهال د خپرې شوې فتوا ملاتړ کوي او له ولسمشر محمد اشرف غني نه مننه کوي چې د افغانستان د خلکو او دیني عالمانو په غوښتنه‌یې اوربند اعلان کړ.

د سولې عالي شورا په دې بیان کې د ولسمشر له‌خوا د اوربند اعلان په هېواد کې د سولې د ټینګښت په برخه کې یو مهم ګام بللی او پر وسله‌والو طالبانو یې غږ کړی چې د ملت غوښتنې ته لبیک ووایي او له افغان حکومت سره دې د سولې مخامخ خبرې پیل کړي.

  • په افغانستان کې د مېشتو ځواکونو قوماندان

بل لور ته په افغانستان کې مېشتو امریکایي ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي دي چې د ولسمشر اشرف غني له‌خوا د اعلان شوي اوربند درناوی به وکړي.

د امریکایی ځواکونو په اعلامیه کې د جنرال جان نېکلسن په حواله لیکل شوي دي چې دوی د روژې د مبارکې میاشتې د سوله‌ییز پای لپاره د افغانانو د غوښتنې او په افغانستان کې د روانې جګړی د پای ته رسولو ملاتړ کوي.

خو امریکایي ځواکونو په خپل بیان کې ویلي دي چې د القاعده، داعش او د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو ترهګرو په خلاف د امریکایي ځواکونو عملیات په دغه اوربند کې شامل نه‌دي.

د افغان ولسمشر له‌خوا د اوربند دا اعلان وروسته له هغې شوی چې په کابل کې د افغانستان شااوخوا درې زرو دیني عالمانو د یوی فتوا په صادرولو سره د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د روانې جګړې د پای غوښتنه وکړه.

په کابل کې د دیني عالمانو غونډه

تر دې مخکې طالبانو د روان کال د فبرورۍ میاشتې په ۱۴مه نېټه په یو سرخلاصي لیک کې له امریکایانو غوښتي وو چې له دوی سره دې مذاکرات وکړي، خو د همدې فبرورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه افغان ولسمشر د کابل پروسې په دوهم کنفرانس کې طالبانو ته د سولې یو جامع وړاندیز وکړ چې د نړۍ په کچه‌یې ملاتړ وشو.

د امریکایي ځواکونو په بیان کې د جنرال جان نېکلسن په حواله لیکل شوي دي چې د اوربند اعلان د سولې د ټینګښت په برخه کې بل مهم ګام دی چې د ټولو افغانانو ګټې په کې نغښتې دي.

  • د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر

په همدی ترڅ کې د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر بورېس جانسون په یو بیان کې د ولسمشر اشرف غني له‌خوا د اوربند اعلان په افغانستان کې د روان تاوتریخوالي د کولو او د سولې د خبرو د پیل لپاره یو مهم ګام بللی دی.

بورېس جانسون

په بیان کې د بورېس جانسون په حواله ویل شوي دي چې په کابل او تاشکند کې وروستیو نړیوالو غونډو دا وښودله چې سیمه‌ییزه ټولنه او د سیمې هېوادونه په افغانستان کې د روانې جګړې د سوله‌ییز پای له‌پاره یو موټي دي.

په بیان کې پر طالبانو هم غږ شوی دی چې په اوربند کې شریک شي او د سولې د ټیګښت لپاره دې هڅې وکړي.

  • یوناما

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما هم د ټویټر په یو پیغام کې د ولسمشر اشرف غني له‌خوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ کړی او ویلي دي چې د دوی په باور په افغانستان کې د روانې جګړی هېڅ پوځي حل لاره نه‌شته.

د ټویټر په دې پیغام کې د یوناما له‌خوا دا ډاډ ورکړل شوی دی چې ملګري ملتونه به له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په افغانستان کې دننه او بهر د ولسمشر اشرف غني له‌خوا د اعلان شوي اوربند ملاتړ داسې مهال کېږي چې خپله وسله‌والو طالبانو ازادي راډیو ته ویلي چې په دې اړه به وروسته خپل نظر ورکړي.