افغان کرکټ لوبډلې له بنګلهدېش سره د ۳ شل اوریزو لوبو د لړۍ دوهمه لوبه وګټله او له دې سره سمیې د دغو درېيو لوبو لړۍ یا سیریز هم وګاټه.
د بنګلهدېش او افغانستان د کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۳ شل اوریزو لوبو دوهمه لوبه د سې شنبې په ماښام «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» د هندوستان په دهرادون ښار په راجیو ګاندهي کرکټ لوبغالي کې ترسره شوه چې افغان لوبډلې پهکې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۶ وېکټو او ۷ توپونو ماتې ورکړه.
د لوبې پچه بنګلهدېش وګټله، لومړی یې د بېټېنګ پرېکړه وکړه او په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۴ منډې وکړې او افغانستان تهیې د ګټلو لپاره ۱۳۵ منډې هدف ورکړ.
د بنګلهدېش لپاره یوازې تمیم اقبال تر ټولو زیاتې ۴۳ منډې او مشفیق الرحیم یوازې ۲۲ منډې وکړې.
که افغان بالرانو یو ځل بیا ښه بالېنګ وکړ او بنګلهدېشۍ لوبډلهیې په خلاص مټ منډو جوړولو ته پرېنهښوده.
په افغان بالرانو کې راشد خان یو ځل بیا په توپ اچونه کې ښه وځلېد، نوموړي په خپلو ۴ اورونو کې یوازې ۱۲ منډې ورکړې او ۴ بنګلهدېشي لوبغاړي یې وسوځول.
د دې تر څنګ محمد نبي ۲ او شاهپور ځدراڼ او کریم جنت هم ۱ـ۱ وېکټه واخیسته.
افغان لوبډلې د بنګلهدېش لهخوا ورکړل شوی هدف د ۱۸ اور په ۵ توپ یوازې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ.
د افغان لوري اوپنر محمد شهزاد ۲۴، عثمان غني ۲۱، محمد نبي ۳۱ او سمیعالله شینواري بیا د ۳ شپږیزو او ۲ څلوریزو پر مټ تر ټولو زیاتې ۴۹ منډې جوړې کړې.
په بنګلهدېشي بالرانو کې روبېل حسن او ابو حیدر ۱-۱ او مصدق حسین بیا ۲ افغان لوبغاړي اوټ کړل.
دا دوهم ځل دی چې افغانستان د کرکټ د نړیوالې شورا «ICC » له دایمي غړي د شل اوریزو لوبو لړۍ ګټي.
تر دې مخکې افغانستان له زېمبابوې څخه هم د شل وریزو او یو ورځنیو لوبو لړۍ ګټلې ده.
د افغانستان او بنګلهدېش ترمنځ د دغه سیریز وروستۍ لوبه د پنجشنبې په ورځ (جون ۷) ده.
د یادونې وړ ده چې راشد خان د خپلې ښې توپ اچونې له امله د دغه لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
راپور: ذبیح مومند