د افغانستان د سولې عالي شورا د دیني عالمانو لهخوا په افغانستان کې د روانې جګړې له ناروا بللو وروسته هیلهمندي ښيي چې د يو شمېر طالب مشرانو لېوالتیا به سولې ته زیاته شي.
د دې شورا ویاند سید احسان طاهري وايي، په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دیني عالمانو فتوا زیات شمېر طالبان دې ته وهڅوي چې د جګړې پر ځای د سولې لار خپله کړي.
ښاغلي طاهري د سې شنبې «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۵» په ورځ ازادي راډيو ته پهدې اړه داسې وویل:
"کله چې داسې فتوا صادرېږي پرته له شکه چې د طالبانو بېلابېلې پوړۍ پرې فکر کوي چې کوم جنګ ته چې موږ دوام ورکوو، شرعي او جهاد نهدی او ناروا دي چې له دې سره د طالبانو د رهبرۍ په کچه کې د پرون په نسبت له سولې سره لېوالتیا زیاتېږي."
نوموړي دا شان وویل چې د دیني عالمانو لهخوا په افغانستان کې د روانې جګړې ناروا بلل به په دغه هېواد کې د جګړې په ملاتړ د ځينو بهرنیو هېوادونو د علماوو فتواوې بېارزښته کړي.
دا څرګندونې پهداسې حال کې مطرح کېږي چې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۱۴» په کابل کې له ټول افغانستانه زرګونه دیني عالمانو په يوه متفقه فتوا کې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله او د جګړې له ښکېلو اړخونو یې د اوربند غوښتنه وکړه.
دوی دا شان وویل چې په افغانستان کې جهاد هېڅ ډول جواز نهلري او ځانمرګي بریدونه حرام دي.
د دغو علماوو په خبره په افغانستان کې روانه جګړه دیني او شرعي صبغه نهلري او همدا جګړه ده چې بهرنیو مداخلو تهیې زمینه مساعده کړې ده او د اسلام او افغانانو د بدنامۍ لامل شوې.
د غونډې ګډونوالو پهدې ټینګار درلود چې سوله او د سولې په اړه خبرې کولای شي، د یو مهالوېش له مخې له افغانستانه د بهرنیانو وتلو ته لار هواره کړي.
خو وسلهوالو طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره د دیني عالمانو دغه ناسته رد کړې ده او ویلي یې دي چې امریکا د دا شان ناستو له لارې هڅه کوي، د افغانستان د اشغال لپاره جواز ترلاسه کړي.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې دوهم منشي عرفانالله عرفان وايي، په افغانستان کې د جګړې ناروا بلل په عامه ذهنیتونو اغېز لرلای شي.
ښاغلي عرفان زیاته کړه:
"یقیناً پرونۍ فتوا تر ټولو لومړی د عامو خلکو پر ذهینت اغېز لري او هغه ذهنیت چې خلکو د علماوو د خاموشۍ په اړه درلود ختم شو، دغه هیلهمندي هم پیدا شوې چې ځانمرګي بریدونه او چاودنې دیني صبغه نهلري، هغه کسان چې دیني پوهه لري، پرته له شکه چې په هغوی تأثیر لري او هیله لرو چې دوی پهخپل فکر بیا کتنه وکړي."
دیني علماء پهداسې حال کې په افغانستان کې د جګړې پر ضد او د سولې په ملاتړ فتوا صادروي چې څه موده وړاندې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا لسګونه دیني عالمانو په افغانستان کې ځانمرګي بریدونه او تاوتریخوالی د اسلام د دین پر خلاف وباله.
دا شان په يو شمېر ولایتونو کې ځینو ځوانانو د پرلت د خیمو په درولو سره د جګړې له ښکېلو اړخونو د اوربند غوښتنه وکړه.
په همدې حال کې يو شمېر هلمندي ځوانانو د کابل په لور پلی حرکت پیل کړی چې غوښتنهيې په افغانستان کې د جګړې ختمول او د سولې ټینګښت دی.
راپور: محمد واصل وصال