ائتلافي قواوې: د یمن حکومتي ځواکونه په «حدیده» کې د پرمختګ په حال کې دي

د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي قواوې وايي چې د یمن حکومتي ځواکونه د هغه هېواد د لوېدیځ په ساحلي ښار حدیده کې د پرمختګ په حال کې دي.

دا ښار په یمن کې د روانې کورنۍ جګړې له امله ډېر ځپل شوی او خلک‌یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.

حدیده ښار له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې چې په یمن کې د حکومتي ځواکونو او د ایران د ملاتړ کوونکو، شیعه حوثي وسله‎والو ترمنځ کړکېچ پیل شوی، د جګړې ډګر دی.

حدیده ښار پر سره سمندرګي پروت دی او د نړیوالو خیریه ادارو د بشري مرستو اصلي دروازه بلل کېږي.

په یمن کې د ډېرې وچکالۍ له امله هم خلک د قحطۍ له ګواښ سره مخامخ دي او میلیونونه یمنیان بشري مرستو ته اړتیا لري.

یو شمېر قحطۍ ځپلي یمنیان

خو په یمن کې د سعودي عربستان په مشرۍ، د عربي ائتلاف ځواکونه وايي، حدیده داسې بندر دی چې حوثي وسله‎والو ته د بالیستیک مزایلو په ګډون، د وسلو مختلف ډولونه رسېږي.

ائتلافي قواوې پر ایران تور پورې کوي چې په سره سمندرګي کې وسلې د حدیده ښار ته لېږي او په‎دې ډول، شیعه حوثي وسله‎وال مسلح کوي.

خو تهران دا تورونه په مکرر ډول رد کړي دي.

د سعودي په مشرۍ د ائتلافي قواوو ویاند، ترکي المالکي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» ریاض کې خبریالانو ته وویل، د یمن پوځ چې دوی یې ملاتړ کوي، له حدیده ښاره یوازې ۲۰ کېلو متره واټن لري او د ښار د نیولو لپاره پوځي عملیات‌یې روان دي.

ترکي المالکي وویل چې د ائتلافي قواوو هدف د هغه شاه رګ پرې کول دي چې حوثي وسله‎والو ته‌یې ګټه رسېږي.

هغه ادعا وکړه چې د حوثي وسله‎والو مورچلې د ړنګېدو په حال کې دي.

خو د یمن د پلازمېنې، صنعا لپاره د حوثي ملېشه ځواکونو له لوري ټاکل شوي والي، حمود عباد دا ادعاوې رد کړې دي.

حمود عباد د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» په صنعا کې د وینا پر وخت، د حدیده ښار پر قومي مشرانو غږ وکړ چې د خپل مذهبي او وطني مسئولیت پر اساس، د خپلې خاورې ساتنه وکړي.

په یمن کې د حوثي ملېشه ځواکونو قوماندان، عبدالمالک الحوثي هم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۷» پر ټلوېزیون په وینا کې وویل چې حوثیان پر حدیده د ائتلافي قواوو د عملیاتو شنډولو ته تیار دي.

دا په‎داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې د حدیده د نیولو لپاره پوځي عملیات کولای شي چې د هغو بشري مرستو مخنیوی وکړي چې یمنیان سخته اړتیا ورته لري.

راپورونه وايي چې حوثي ملېشه ځواکونو په حدیده کې د مزایلو حملو ته شدت ورکړی دی.

د یمن پوځ ویلي چې د حدیده د نیولو لپاره پوځي عملیات له دې امله په سستۍ پر مخ ځي چې حوثي وسله‎والو ډېر ماینونه اېښي دي.

په یمن کې په وروستیو درېیو کلونو کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلافي قواوو په یمن کې پوځي عملیات پیل کړي، ۱۰ زره کسان وژل شوي دي.

د دې تر څنګ، ۲۲۰۰ وګړي د وبا له امله مړه شوي او میلیونونه یمنیان د سختې وچکالۍ له امله په سخت حال کې ژوند کوي.

ملګرو ملتونو ویلي چې یمن په نړۍ کې له تر ټولو سخت بشري ناورین سره مخامخ دی.