د افغانستان د سولې عالي شورا پاکستان ته د افغان پلاوي د وروستي سفر او له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه محتاطانه خوشبیني څرګندوي.
د سولې عالي شورا ټینګار کوي چې پاکستان باید دا ځل له وسلهوالو طالبانو سره د سولې د خبرو د پیل په اړه له کړو وعدو په شا نهشي او په دې برخه کې رښتیني او صادقانه ګامونه اوچت کړي.
د دغې شورا مرستیال مولوي عطالرحمن سلیم چې د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۸» د سولې له بهیره د ځوانانو د ملاتړ یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، پاکستان هغه هېواد ته له تللي افغان پلاوي سره په دې اړه ژمنې کړې دي.
نوموړی وايي:
"دا ځل موږ هیلهمند یو چې د تېر په څېر به نهوي، د پاکستان حکومت باید دا ځل د سولې په اړه په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د سولې د خبرو د پیل په اړهیې چې کومې وعدې کړي، په دې برخه کې عملي ګامونه اوچت کړي."
خو دا چې دا ځل د پاکستان حکومت افغان پلاوي ته د سولې د خبرو د پيل په اړه کومې ژمنې ورکړې، ښاغلي سلیمیې په اړه جزئیات ورنهکړل.
وړمه ورځ د پاکستان حکومت په بلنه د افغانستان د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ یو لوړپوړی افغان پلاوی اسلاماباد ته تللی وو او د هغه هېواد له چارواکو سرهیې د عمل پلان طرحې د پلي کېدو په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.
افغان حکومت د پاکستان د پوځ مشر ته کابل ته د ورتګ بلنه هم ورکړې ده، خو دا چې په کومو موضوعاتو به خبرې وکړي، د سفر په اړهیې جزئیات نهدي خپاره شوي.
د سولې د عالي شورا مرستیال که څه هم د وخت او ځای په اړه کره معلومات ورنهکړل، خو ویېویل چې په راتلونکي کې به د افغانستان د جګړې د ناروا بللو په اړه د ۳۳ هېوادونو د دیني عالمانو یوه نړیواله غونډه هم جوړه شي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د عالمانو شورا یو غړي نور پاچا حماد څو ورځې مخکې ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه غونډه له کوچني اختر وروسته په سعودي عربستان کې جوړېږي.
Your browser doesn’t support HTML5
په ورته وخت کې د ځوانانو چارو مرستیال ډاکتر کمال سادات له وسلهوالو طالبانو وغوښتل چې د افغان ولسمشر د سولې وړاندیز ومني.
دی وايي:
"موږ دا غږ له خپل ولسمشر سره بدرګه کوو او په خپلو مخالفینو باندې غږ کوو چې د سولې له دغه بهیر سره یوځای شئ، تاسې «مخالفین» باید له مخالفتونو لاس واخلئ او د سولې له دغه بهیر سره ملګري شئ."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل پروسې په دوهمه ناسته کې وسلهوالو طالبانو ته له قید او شرط پرته د خبرو وړاندیز وکړ، خو وسلهوالو طالبانو تر اوسه پهدې اړه کوم رسمي نظر نهدی څرګند کړی.
له دې وړاندې هم پاکستان له افغان حکومت سره ژمنه کړې وه چې وسلهوال طالبان به د سولې د خبرو مېز ته کېنوي، خو هغه هېواد تر اوسه خپلې دغه ژمنې نهدي عملي کړي.
د سولې عالي شورا مرستیال مولوي عطاالرحمن سلیم وايي، تر کومه چې پاکستان عملي ګامونه اوچت نهکړي، پخوانیو ژمنو تهیې په کتو پرې باور نهشي کېدای.
راپور: رحمتالله افغان