د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۴۳

سرخط: افغانستان دې خپله انرژي "م. م" کې ولګوي او اسلام‎اباد دې لامنزوي کړي


د کابل ورځپاڼو نن بیا اسلام‎اباد ته د افغان ولسمشر د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر په مشرۍ د پلاوي پر سفر بحثونه کړي او په‎دې اړه د ځینو کړیو نظرونه‌یې راخیستي دي.

  • سرخط

سرخط ورځپاڼې لیکلي دي چې اسلام‎اباد ته د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار په مشرۍ د افغان پلاوي د سفر اساسي هدف دا دی چې له پاکستاني چارواکو سره د سولې او پیوستون د عمل پلان په باب خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي، که پاکستان د سولې او پیوستون د عمل پلان له‎پاره کار ونه‎کړي، نو افغان حکومت دې هم له اسلام‎اباده مخ واړوي.

د ورځپاڼې په وینا افغانستان کولای شي چې اسلام‎اباد ته د تلو پر ځای خپله انرژي په ملګرو ملتونو کې ولګوي او اسلام‎اباد دې لا نور منزوي کړي.

ورځپاڼه لیکي:

افغانستان په غیر مستقیم ډول له پاکستان سره د جنګ په حال کې دی، پاکستان له طالبانو ملاتړ کوي او طالبان د افغان پوځیانو لومړۍ درجه دښمنان دي.

د ورځپاڼې په وینا دا جنګ، جنګي سیاست غواړي او د افغانستان حکومت باید په‎دې برخه کې اګاهانه عمل وکړي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان ورځپاڼې لیکلي دي، په افغانستان کې د سولې د ټینګښت له‎پاره له پاکستان سره باید خبرې وشي، ځکه د افغانستان په موجوده ستونزه کې پاکستان ښکېل دی او دلته د جګړې دوام هم د اسلام‎اباد له پټو او څرګندو اقداماتو سره تړلی دی.

خو د ورځپاڼې په وینا اصله خبره دا ده چې افغانستان باید له دې لوري سره په پوره هوښیارۍ خبرې وکړي، ځکه چې پاکستان په افغانستان کې اوږد مهاله اهداف او ستراتېژیکې ګټې لري.

ورځپاڼې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ د خبرو د بې‌نتیجې پاتې کېدو وجه دا ده چې دواړه لوري د یو بل ګټو ته پام نه‎کوي او د خبرو په مهال ناسم معلومات تبادله کېږي.

پاکستان مرسته کوي او که بیا کومه لوبه روانه ده؟
  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې لیکلي دي چې د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ افغان پلاوی به له پاکستاني لوري سره د سولې او پیوستون د عمل پلان په عملي لارو چارو د لوړې کچې خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې دواړه لوري به د دې پلان په چوکاټ کې د سولې د ټینګښت په لارو چارو او له ترهګرو سره د مبارزې له‎پاره پر عملي اقداماتو خبرې وکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې د افغان پلاوي دا سفر د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په رسمي بلنه کېږي چې په‎کې د کورنیو چارو وزیر او د ملي امنیت لوی رئیس هم شامل دي.

  • مسیر

مسیر ورځپاڼې بیا اسلام‎اباد ته د افغان پلاوي سفر ته په اشارې دا پوښتنه کړې ده چې پاکستان مرسته کوي او که بیا کومه لوبه روانه ده؟

ورځپاڼې لیکلي دي، که څه هم افغان چارواکي هیله‎مند دي چې دا ځل به پاکستان همکاري وکړي او د تېر په څېر به دوه مخې لوبه نه‎کوي، خو د ورځپاڼې په وینا هېڅ داسې څه نه‌شته چې له‎مخې یې پاکستان له افغانستان سره د سولې په برخه کې همکارۍ ته مجبور وي.

ورځپاڼه لیکي چې دې مسئلې ته په پام سره افغانان دې خبرو ته د شک په سترګه ګوري او وېره لري چې یو ځل بیا به کومه ناوړه لوبه کېږي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې که چارواکي رښتیني وي او داسې څه ویني چې پاکستان همکاري کوي، نو باید له ولس سره‌یې شریک کړي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې بیا پاکستان ته د افغان ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار په مشرۍ د پلاوي د سفر په اړه د ولسي جرګې غبرګون راخیستی دی او لیکلي دي چې د افغان چارواکو دا سفرونه بې‌نتیجې دي او افغان حکومت دې پر اسلام‎اباد د نړیوالو فشارونو د واردولو له‎پاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي دي چې افغان پلاوی داسې مهال پاکستان ته تللی دی چې د پاکستان له لوري د ډیورند په کرښه د اغزن سیم د غځولو کار روان دی او وخت نا وخت د پاکستان له لوري د افغانستان په ځینو هغو ولایتونو چې ډیورند کرښې ته څېرمه پراته دي راکټي حملې کېږي.

XS
SM
MD
LG