کندهار چې د نوملیکنې له پلوه د هېواد په کچه له کابله وروسته دوهم مقام لري، اوسېدونکي يې د راتلونکې ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره د نوملیکنې د مرکزونو له کموالي څخه شکایت کوي.
د يکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» د کندهار د يو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو د نوملیکنې د مرکزونو د کموالي په اړه د کندهار ولایتي شورا ته شکایت وکړ.
د پنجوايي او دامان ولسوالیو دوو اوسېدونکو اختر محمد او لعل جان د نورو په استازیتوب وویل چې شته مرکزونه کافي نهدي او د ورځې په اوږدو کې د مراجعينو غوښتنو ته جواب نهشي ورکولای.
اختر محمد وايي:
"په سپېروان کې یو ګروپ ناست دی، د ورځې ۳۰ تذکرې ورکوي، د اته زره کورونو لپاره چې په هر کور کې پنځه تر اتو پورې نفر شي، دا یو مرکز ورته کفایت نهکوي، باید دوه درې مرکزه شي."
لعل جان هم ورته شکایت لري:
"که دوی خلک نهلري، موږ به خلک ورکړو، خو زموږ غوښتنه دا ده چې مرکزونه دې زیات شي."
د کندهار د ولایتي شورا غړو د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غبرګولي ۰۶» په خپله نوبتي غونډه کې وویل چې هره ورځ ورته سلګونه کسان له ولسوالیو شورا ته د مرکزونو د کمښت شکایت کوي.
د کندهار د ولایتي شورا رئیس سيد جان خاکرېزوال وایي چې خلک د مرکزونو امنیت ساتلی شي، خو د مرکز لهخوا د کندهار سره د مور او میرې چلند کېږي او مرکزونهيې، نهاضافه کېږي.
وکیلان وايي، که د ټاکنو په برخه کې یادې ستونزې حل نهشي دغه پروسه به له خنډ سره مخ شي او د کندهار خلک به په راتلونکو ټاکنو کې له ګډونه بېبرخې شي.
بلخوا د کندهار د ټاکنو کمېسیون رئیس هاشم دُرانی وايي چې په ښار او ولسوالیو کې د ټاکنو مرکزونه وروسته تر ارزیابی ټاکل شوي دي.
په کندهار کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره تر دې مهاله پورې ۳۲۱۰۰۰ کسانو نوملیکنه کړې ده چې ۴۷۰۰۰ زرهيې ښځې دي.
راپور: صادق رښتینی