د جرمني د بهرنیو چارو وزیر د ایران د اټمي تړون په برخه کې د اروپا او امریکا ترمنځ د ډېر واټن خبره کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وایي، لاهم د ایران د اټمي تړون په اړه د جوړجاړي په برخه کې د امریکا متحده ایالاتو او اروپایي ټولنې ترمنځ ډېر واټن دی.
هایکو ماس د مې پر ۲۳مه نېټه له خپل امریکایي ساري مایک پامپیو سره تر ۷۵ دقیقهیي خبرو اترو وروسته په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل:
"زه فکر کوم موږ او تاسې اوس هم د جوړ جاړي لپاره ډېر واټن په مخ کې لرو، موږ او د امریکا متحده ایالاتو کاملاً بېلې لارې غوره کړې دي، هغه څه چې موږ له فرانسې او بریتانیا سره توافق پرې کړی هغه لاره ده چې په اروپا کې بهیې تعقیبوو."
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د مې په ۲۱مه خبرداری ورکړی وو چې که ایران خپل اټمي فعالیتونه محدود نهکړي، د بالیستیک توغندیو پروګرام ونهدروي او په سوریې او یمن کې مداخله پای ته ونهرسوي، نو امریکا به پر ایران د تاریخ تر ټولو سخت بندیزونه ولګوي.
بلخوا د ایران مذهبي مشر د امریکا د متحده ایالاتو غوښتنې رد کړي او وایي، اروپایي هېوادونه چې له ایران سرهیې اټمي تړون لاسلیک کړی، باید د یوه نوي تړون په اړه له واشنګټن سره بحثونه رد کړي.
ایتالله علي خامنهاي په یوې اعلامیه کې ویلي چې اروپایي هېوادونه باید د امریکا له لوري پر ایران د نویو بندیزونو پر وړاندې ودرېږي.
دغه بندیزونه وروسته له هغه ولګول شول چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د ایران له اټمي تړونه د امریکا د وتلو اعلان وکړ.
ایتالله علي خامنهاي دغهراز خبرداری ورکړ چې که اروپایي هېوادونه د هغه غوښتنه ونهمني، ایران به د یورانیمو د بډاینې پروسه له سره پیل کړي.
د ایران د اټمي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال د تړون له مخې د ایران د یورانیمو د بډاینې پروګرام درول شوی څو د دغه هېواد لهخوا د اټمي وسلې جوړولو د پرمختګ خطر کم شي.
د خامنهاي په اعلامیه کې د دې لپاره چې ایران د ۲۰۱۵ کال تړون ته ژمن پاتې شي، ۷ غوښتنې مطرح شوي دي چې یوهیې له ایران سره د اروپایي بانکونو د سوداګرۍ خوندیتوب دی.
ایتالله علي خامنهاي دغهراز ویلي اوس چې ولسمشر ټرمپ په ډېره آسانۍ له دغه تړونه ووت، ایران به بیا له متحده ایالاتو سره مذاکره ونهکړي.