سیګار: د روان کال په ۳ میاشتو کې ۷۶۳ افغان ملکیان مړه او ۱۴۹۵ټپیان دي

د افغانستان د بیارغوني په برخه کې د امریکا د سرمفتش اداره یا سیګار وایي، که څه هم د روان میلادي کال د لومړیو درېیو میاشتو په ترڅ کې په افغانستان کې د ملکي مرګ ژوبلې شمېر د تېر کال د همدې مودې په مقایسه لږ ډېر دی، خو وایي لا هم د ملکي تلفاتو عمومي شمېر په لوړه سطح کې دی.

سیګار په خپل تازه راپور کې چې د دوشنبې په ورځ خپور شو، لیکلي چې د ۲۰۱۸ میلادي کال د جنورۍ له لومړۍ څخه د مارچ تر ۳۱مې پورې په افغانستان کې ۲۲۵۸ تنه ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې چې ۷۶۳ تنه‌یې مړه او ۱۴۹۵ نور ټپیان دي.

راپور لیکي، د ۲۰۱۷ میلادي کال په همدې موده کې ۲۲۵۵ ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

د سیګار د راپور له‎مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د ځانمرګو بریدونو له کبله اوښتې چې د همدې مودې د ټولو تلفاتو ۳۳ فیصده جوړوي.

راپور زیاتوي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د همغږۍ ادارې یوناما هم په خپل راپور کې په‎دې اړه اندېښنه ښودلې وه چې د حکومت ضد عناصرو، د بریدونو له کبله د ملکي مرګ ژوبلې سطحه کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی او ۶۷ سلنه‌یې ښیي چې د راپور له‎مخې د تېر کال د همدې مودې په مقایسه ۶ فیصده ډېروالی دی.

Your browser doesn’t support HTML5

یوناما: ۲۰۱۶کال کې افغانستان کې ۳ نیم زره ملکیان وژل شوي

د سیګار د راپور له مخې د روان میلادي کال د لومړۍ ربعې د ملکي مرګ ژوبلې ۵۰ فیصده د طالبانو له‎خوا شوي دي، ۱۱ فیصده د داعش وسله‎والو له‎خوا، ۴ فیصده د نامعلومو حکومت ضد ډلو او ۲ فیصده د حکومت ضد ډلو په خپلمنځي بریدونو کې مړه یا ټپیان شوي دي.

دغه‌راز د حکومتي ځواکونو له‎خوا ملکي تلفات ۱۸ سلنه ښودل شوی، خو په راپور کې راغلي چې که دا فیصدي د تېر کال د همدې وخت سره مقایسه شي، ۱۳ فیصده کموالی په‎کې راغلی دی.