په وروستیو دوه اوونیو کې چې په افغانستان کې جګړې شدت موندلی، د هېواد یو شمېر سیمې او ولسوالۍ د وسلهوالو طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوې دي چې د بغلان تالهوبرفک د فاریاب بل چراغ، د غزني او فراه ځینې برخې یې ژوندۍ بېلګې دي.
د بغلان یو شمېر مدني فعالان چې د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۷» په کابل کې سره راغونډ شوي وو، وايي د تالهوبرفک ولسوالۍ له ۱۲ ورځو راهیسې د وسلهوالو طالبانو په واک کې ده او د بیا نیولو لپارهیې هېڅ ډول عملیات نهدي پیل شوي.
له دغو مدني فعالانو حامد پویا وویل:
"که څه هم ځواکونه هلته رسېدلي دي، خو تر اوسهيې د بیا نیولو عملیات نهدي پیل کړي، زموږ هیله دا ده چې دا عملیات ژر تر ژره پیل شي، که نه له هغې پرته به دا ستونزه لا پراخه شي."
د ده په وینا د دغې ولسوالۍ د سقوط په نتیجه کې په لسګونه افغان پوځیانو او ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې او سلګونه کورنۍ له خپلو کورونو بېځایه شوې دي.
دا مدني فعالان ووايي، وسلهوال طالبان هڅه کوي چې په دغې ولسوالۍ کې ځان ته پوځي اډې جوړې کړي.
د بغلان د والي په وینا د تالهوبرفک ولسوالۍ د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د وسلهوالو طالبانو په واک کې ولوېده.
خو د افغانستان د دفاع وزارت هغه مهال د دغې ولسوالۍ د سقوط په اړه څه ونهویل او ویلي يې و چې په تالهوبرفک کې جګړه روانه ده او دا ولسوالۍ له ګواښ سره مخ ده.
د مدني فعالانو د دغو اندېښنو په غبرګون اوس د دفاع وزارت وايي چې په تالهوبرفک ولسوالۍ کې ډېر وسلهوال طالبان وژل شوي او نور یې د تېښتې په حال کې دي.
د یاد وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش ازادي راډيو ته وویل، د هوايي او توپچي حملو له کبله طالبانو ماتې خوړلې، خو د خندقونو د کېندلو له کبله دوی تر اوسه دغې ولسوالۍ ته نهدي رسېدلي.
رادمنش زیاته کړه:
"د دوی نه ډېر وژل شوي او د تېښتې په حال کې دي، یوازنی لامل چې موږ تر اوسه د تالهوبرفک ولسوالۍ ته نهیو رسېدلي دا دی چې په لاره کې کانالونه ایستل شوي او لاره د دښمن لهخوا په بمونو پوښل شوې ده، موږ د سړک د بیارغونې په حال کې یو او د ولسوالۍ په لوري روان یو."
ازادي راډیو هڅه وکړه څو د طالبانو نظر هم ولري، خو بریالی نهشوه او نه هم دوی پهدې اړه څه ویلي دي.
د بغلان مدني فعالان وايي، د تالهوبرفک ولسوالۍ شااوخوا نورې ولسوالۍ هم شته چې د اوسني حالت دوام د بامیان، سمنګان او پروان ولایتونه له ګواښ سره مخ کولای شي.
د دغو فعالانو له ډلې د زمان اروزومند په نوم یو بل کس وايي، د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي په بد وضعیت کې دي او د خوراکي موادو بيې خورا زیاتې لوړې شوې دي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ