ارزګان کې خلکو له دولت او طالبانو د روژې په راتګ د سولې غوښتنه وکړه

د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو شمېر ځايي خلکو د روژې میاشتې په لومړۍ ورځ «پنجشنبه» له دولت او وسله‎والو طالبانو څخه وغوښتل چې روانه جګړه دې پای ته ورسوي او نور دې په خپلو منځونو کې سوله وکړي.

دوی وايي، د دغې روانې جګړې زیان تر ډېره ملکيان ویني.

دیني عالمان هم جګړه د اسلام له نظره ناروا عمل بولي او له ښکېلو غاړو غوښتنه کوي چې سوله دې وکړي.

په‎دې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریف‎الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د شرافت راپور