که څه هم د فراه ولایت د محلي مسؤلینو په خبره د فراه ښار امنیتي وضعیت بېرته عادي حالت ته راګرځېدلی، خو په ولسي جرګه کې د دغه ولایت يو شمېر استازي وايي، دوی درې ورځې وړاندې پر فراه ښار د وسلهوال طالبانو د حملې په اړه معلومات له حکومت او خلکو سره شریک کړي وو.
له دې ډلې حمیرا ایوبي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د غويي ۲۶» ازادي راډیو ته وویل چې حکومت پر فراه ښار د طالبانو د حملې په اړه موجودو معلوماتو ته پام نهدی کړی.
نوموړې وايي:
"موږ د شنبې په ورځ پهدې اړه خپل غږ پورته کړ چې پر فراه ښار د حملې يو لوی احتمال موجود دی، خو دوی ورته توجه ونهکړه او پهدغې حمله کې ۵۳ تنه افغان سرتېري ووژل شول او ۲۱ نور ټپيان شول. حکومت باید هم هغه وخت لاس پهکار شوی وی، اما هېڅ غبرګونیې ونهښود."
دا پهداسې حال کې ده چې وسلهوالو طالبانو د روانې اوونۍ د سې شنبې په شپه ناوخته په فراه ښار حمله وکړه او د يو شمېر راپورونو له مخې د فراه ښار ځینې سیمې يې تر ولکې لاندې راوستې.
Your browser doesn’t support HTML5
د فراه والي بصیر سالنګي ازادي راډیو ته وویل چې پهدغې حمله کې شااوخوا ۲۰۰۰ وسلهوالو طالبانو لاس درلود.
د نوموړي په خبره، د امنیتي ځواکونو د مقاومت او تازه دمو ځواکونو په رسېدو سره وسلهوال طالبان تېره شپه په شا وتمبول شول.
دا د افغانستان د ولایتونو په مرکزونو د طالبانو لومړۍ حمله نهده.
شااوخوا درې کاله وړاندې د ۲۰۱۵ میلادي کال د سپټمبر په میاشت کې هم وسلهوالو طالبانو د کندز ښار زیاتره سیمې د څو ورځو لپاره تر خپل کنټرول لاندې راوستې وې، دغه ډلې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې یو وار بیا د کندز پر ښار سخته حمله وکړه، خو بېرته په شا وتمبول شول.
د یو شمېر سرچینو په خبره د افغانستان په ښارونو کې د طالبانو د حملو په اړه معلومات له وړاندې موجود وو.
خو په فراه ښار د حملې په اړه د فراه د والي په خبره طالبان له وړاندې نه د خلکو په کورونو کې ځای پر ځای شوي وو او په افغان ځواکونو يې حملې پیل کړې.
اعظمي: وسلهوالو غوښتل د فراه په وروستۍ حمله کې خپل بنديان خوشې کړي
Your browser doesn’t support HTML5
ښاغلی سالنګي وايي، په فراه ښار د حملې په جریان کې شااوخوا ۳۰۰ وسلهوال طالبان وژل شوي دي او زیات شمېر ټپيان شوي دي.
نوموړی د جګړې پر مهال د ۲۵ امنیتي سرتېرو وژل کېدل هم تأیيدوي.
خو طالب ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې ادعا وکړه چې د جګړې په جریان کې ۹ وسلهوال طالبان او ۶۰ تنه افغان امنیتي سرتېري وژل شوي دي.
د ښاغلي مجاهد د ادعا له مخې له هغه وروسته چې وسلهوالو طالبانو د امنیتي ځواکونو وسلو ته لاسرسی پيدا کړ، له جګړې پرته له ښاره ووتل.
د نوموړي په خبره له ۱۰ زیات افغان سرتېري هم وسلهوالو طالبانو ژوندي نیولي او له ځانونو سرهیې وړي دي.
خو د فراه والي د هغو افغان سرتېرو په اړه چې د طالبانو لاسته ورغلي، څه نهوايي.
ښاغلي سالنګي د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو سره په خبرو کې ومنله چې پر فراه ښار د طالبانو د حملې په اړه له وړاندې معلومات موجود وو.
دی وايي:
"له وړاندې تدابیر نیول شوي وو، خو لیکه ماته شوه، کومې پوستې چې موږ لرلې يو شمېر یې مستحکمې نهوې، د کلیو په منځ کې زموږ پوستې وې، طالبانو له نورو لارو حملې وکړې او زموږ پوستې یې شا ته پرېښودې، زموږ پوستو يو کېلو متر فاصله لرله او طالبان د پوستو لهمنځه ښار ته ننوتل."
Your browser doesn’t support HTML5
د ناټو د قاطع ملاتړ مأموریت هم پر خپله ټویټرپاڼه کې ویلي چې د فراه ښار د افغان حکومت په کنټرول کې دی او د امریکا هوايي ځواک د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ وسلهوال طالبان په نښه کړي دي.
د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د مخکېنیو معلوماتو له مخې افغان امنیتي ځواکونه له تېرې يوې اوونۍ راهیسې له طالبانو سره په جګړه بوخت وو.
د دفاع وزارت د ویاند دفتر سرپرست محمد رادمنش د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې د افغان ځواکونو د اقداماتو په نتیجه کې وسلهوال طالبان ونهتوانېدل چې د فراه ښار ته سقوط ورکړي.
راپور: واصل وصال