صالح: کورنیو چارو وزارت باید د څېرو د بدلولو پرځای پر اصلاحاتو تمرکز وکړي

وروسته له‎دې چې د کورنیو چارو وزارت د ۱۴ ولایتونو د امنیه قوماندانیو لپاره نوي کسان معرفي کړل، د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون وايي، دغه اقدام د امنیت د ټینګښت او د فساد د مخنیوي لپاره اغېزمن نه‎دی.

د دغه کمېسیون غړي صالح محمد صالح د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د کورنیو چارو وزارت باید د څېرو د بدلولو هغه هم د تکراري څېرو د بدلولو رابدلولو پرځای، پر اصلاحاتو او د ناامنیو پر کمولو تمرکز وکړي.

صالح محمد صالح

ښاغلي صالح زیاته کړه:

"مهم ټکی دا دی د افغانستان د اوسنیو ستونزو لپاره، بنیادي کار چې د قانون پلي کول دي، وشي. په اوسنیو حالاتو کې چې په کورنیو چارو وزارت کې څومره بدلونونه راغلي، په امنیت کې ېې ښه والی نه‎دی راوستی. ښه دا ده چې داسې یو پروګرام ترتیب کړو چې په هېواد کې امینت راشي."

دی ټینګار کوي چې د کورنیو چارو وزارت باید د امنیه قوماندانانو په بدلولو رابدلولو سربېره د دوی فعالیتونه هم وڅاري چې په اړوندو برخو کې یې کارونه اغېزمن وي.

په ورته وخت کې د دغه کمېسیون غړې نظیفه ذکي د ۱۴ ولایتونو په امنیه قوماندانیو کې دغه ګمارنې سلیقه‎وي ګڼي وايي، په نوېو ګمارل شوېو قوماندانانو کې ځینې تکراري څېرې هم شته چې په خپلو پخوانیو کارونو کې چندان بریالي نه‎وو.

د کورنیو چارو وزارت د اصلاحاتو او له فساد سره د مبارزې په هدف، د شنبې په ورځ د ۱۴ امنیه قوماندانیو لپاره نوي قوماندانان ور وپېژندل.

د کورنیو چارو وزیر ویلي، دغه قوماندانان به له درېیو نه شپږو میاشتو پورې په ازمایښتي توګه دندنې ترسره کړي او د لاسته راوړنو له ارزونو وروسته به یې دندنې تمدید شي.

د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، دغه ګمارنې د کندز، هرات، تخار، خوست، فاریاب، سرپل، لغمان، کونړ، نورستان، بدخشان، دایکنډي، لوګر، غزني او بادغیس په ولایتونو او د پولیسو په ۳۰۳ او ۸۰۸ زون کې شوي دي.

په ورته وخت کې د امنیتي چارو پوهان ټینګار کوي چې د ولایتونو په امنیه قوماندانیو کې د قومندانانو په بدلولو سره، د امنیت او فساد ستونزه نه‎شي هوارېدلی.

د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیر محمد فقیر ازادي راډیو ته وویل، د یوه ولایت ټول چارواکي باید له فساده پاک وي.

نوموړی زیاتوي:

"اغېزمن به په هغه صورت کې وي چې وطن‎دوسته او له رشوته پاک وي. بیا ښه کار وکولی شی. بل‎خوا په یوه ولایت کې باید ښه والي، ښه قوماندانان او ښه مدیران موجود وي چې مؤثره واقع شي."

بل‎خوا داسې انتقادونه هم موجود دي چې د ولایتونو امنیه قوماندانیو ته نوي پیژندل شوي کسان په خپلو پخوانیو دندو کې له ځانه ښې وړتیاوې نه‎وې ښودلې او نه یې چا ښه یاد کړي دي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویلي چې نوې ګمارنې د یوې درې میاشتنۍ ځانګړې پروسې له لارې او د دوی د کاري سوابقو ارزونې ته په پام شوي دي.

راپور: خان محمد سیند