د کابل والي: امنیتي بنسټونه د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې همغږي نه‌لري

د کابل والي وايي، افغان امنیتي بنسټونه د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره لازمه همغږي نه‌لري.

د کابل والي محمد یعقوب حیدري چې د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د وري ۱۹» د روږدو کسانو او مخدره موادو اړوند یوه سمینار ته خبرې کولې وویل چې مخدره مواد د خرڅوونکو له‌خوا په ډېرې اسانۍ او د ځينو چارواکو په همکارۍ د روږدو کسانو په واک کې ورکول کېږي.

ښاغلي حیدري که څه هم د کوم دولتي چارواکي نوم وانه‌خیست، خو ويې‌ویل چې امنیتي بنسټونه د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې همغږي نه‌لري.

د ده په وینا د بیا بیا غوښتنو سره سره تر اوسه هېڅ ځواک نه‌دی حاضر شوی چې د کابل په سروبي ولسوالۍ کې د کوکنارو کرل شوي پټي واړوي.

حیدري: زموږ سره په دې اړه همکاري ونه شوه.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ د دفاع وزارت ته ډېره مراجعه وکړه او ورته ومو ویل چې د کوکنارو د کښت وخت تېرېږي او د نېښ وهلو وخت‌يې پیلېږي، نو ځکه زموږ سره مرسته وکړئ چې په سروبي کې عملیات پیل کړو، خو له بده مرغه امنیتي بنسټونو همکاري ونه‌کړه او ويې‌ویل هلته زموږ کنډک او یا ځواکونه نه‌شته."

هڅه مو وکړه چې په دې اړه د دفاع وزارت نظر هم راواخلو، خو د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست زموږ اړیکې ته ځواب ورنه‌کړ.

د ناامنیو او اقتصادي ستونزو تر څنګ د کوکنارو کرکېله د افغانستان یوه جدي ستونزه ګڼل کېږي.

د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزارت په وینا د افغانستان د مخدره موادو تر ټولو ډېره ګټه مافیايي او ترورېستي ډلو او بهرنیانو ته رسېږي.

له همدې کبله افغان حکومت د مخدره موادو سره د مبارزې لپاره یو وزارت او د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې یو معینیت جوړ کړی چې د دغه هدف لپاره کار وکړي.

د کورنیو چارو وزارت د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې معین عبدالخلیل بختیار چې د چهارشنبې په ورځ‌يې یاد سمینار ته خبرې کولې وویل چې په تېره یوه نیمه میاشت کې يې ۵۵ ټنه مخدره مواد نیولي او د مخدره موادو د پروسس ځیني مرکزونه له‌منځه وړل شوي دي.

د ده په وینا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې لپاره په کابل کې د پولیسو یوه قطعه موجوده ده چې د اړتیا په وخت کې اقدام کوي.

نوموړي زیاته کړه:

"موږ په کابل کې یوه ځانګړې قطعه لرو چې د کمانډو په څېر دي او د سیمې په کچه هم بې‌ساري دي، کله چې نور ځواکونه بوخت وي ولسوالان کولای شي له موږ سره اړیکه ونیسي او د مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې يې دا قطعه په خدمت کې ده."

ښاغلی بختیار وايي، د مخدره موادو پر وړاندې د ښې مبارزې لپاره ټاکل شوې چې د ټیلیفوني اړیکو یو لاین رامنځته شي چې خلک به وکولای شي د مخدره موادو اړوند قضيې له پولیسو سره شریکې کړي.

بل‌خوا د مخدره موادو پر وړاندې د مبارزې وزیره سلامت عظیمي چې د روږدو کسانو د زیاتېدو پر عواملو او نشه‌یي توکو ته د اسانه لاسرسي سمینار ته وینا کوله وویل چې د روږدو کسانو شمېره درې نیم میلیونه کسانو ته رسېدلی.

د نوموړې په وینا کورنۍ او بهرنۍ مافیايي ډلې د ترورېستي ډلو سره په همکارۍ په دې هڅه کې دي چې افغان ځوانان د نابودۍ لوري ته بوځي.

د اغلې عظیمي په وینا د دغه شمېر کسانو له ډلې شااوخوا ۱۰۰ زره تنه ماشومان او ښځې دي چې په مخدره موادو روږدي دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ