د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۸

دانشیار: د ترورېزم او قاچاقبرانو ترمنځ اړیکې د مخدره موادو په وړاندې مبارزه سخته کړې


له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت وايي چې د ترورېزم او مخدره موادو د قاچاق کوونکو ترمنځ اړېکې له نشه يي موادو سره مبارزه ګرانه کړې ده.

له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت د ګاونډیو هېوادونو له لارې نړیوالو بازارونو ته د افغانستان د نشه يي موادو قاچاق د کوکنارو د کښت او قاچاق کوونکو د ډېروالي اساسي عامل ګڼي.

د افغانستان له نشه يي موادو سره د مبارزې وزارت ویاند حنیف دانشیار د پنجشنبې په ورځ آزادي راډیو ته وویل چې په افغانستان کې د نشه يي موادو د تولید موضوع پراخوالي ته په پام سره د افغان ځواکونو له لورې د نشه يي د موادو قاچاق کوونکو نیول د سیمې په کچه بې ساري لاس ته راوړنه ده.

د ښاغلي دانشیار په وینا په دې وروستيو کې تروریستانو، د نشه يي موادو نړیوالې مافیا او داخلي وسله والو لاسونه سره يو کړي چې په سيمه کې يې پر ناامنۍ سربېره د نشه يي موادو قاچاقو ته هم زمینه برابره کړې ده.

نوموړي زیاته کړه:

"دوه عمده عوامل دي چې یو یې په افغانستان کې مخدره مواد د نړۍ په جرمي اقتصاد بدل شوی دی، له ترانزیتي هېوادونو نیولې بیا تر هغو هېوادونو پورې چې نشه يي مواد غواړي، دا یو فوق العاده تجارت دی چې نړیواله مافیا زیاته ګټه ځنې تر لاسه کوي، دوهم اړخ یې دا دی چې نشه يي مواد په افغانستان کې د ترورېزم د تمویل ستره سرچینه ده، تروریستان او مخدره موادو قاچاق کوونکي په خپلو کې اړېکې سره لري او هغه کسان چې د دولت د وسله والو مخالفینو په ليکو کې ولاړ دي، د حکومت پر وړاندې د جګړې تر څنګ د نشه يي موادو قاچاق کوونکي هم دي."

ښاغلی دانشیار وایي چې په افغانستان کې د مخدره موادو د کښت او تولید ډېرېدو ته په کتو سره په افغانستان کې د نشه يي موادو غوښتنه ډېره کمه شوې، خو په افغانستان کې تولید شوی ډېری مخدره مواد د نړیوالو مافیايي ډلو له خوا بهرنیو بازارونو ته قاچاق کېږي، له همدې امله په یوه میاشت کې د لسګونو قاچاق کوونکو له نیولو سره سره، بیا هم د مخدره موادو د قاچاق په برخه کې د پام وړ کموالی نه دی راغلی.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویلي و چې په ۱۳۹۶ کال کې یې د مخدره موادو د قاچاق کوونکو د نیولو لپاره زر عملیات کړي او په نتیجه کې یې ۷۴۱ قاچاق کوونکي نیولي دي.

په دې لړ کې ۹ تنه هغه قاچاق کوونکي هم نيول شوي چې نومونه يې د ملګرو ملتونو په تور لېست کې شامل دي.

د ولسي جرګې غړی شهزاده شاهد له مخدره موادو سره د مبارزې په برخه کې د افغان ځواکونو د تعهد پر پیاوړتیا د ټینګار تر څنګ عام افغانان، په ځانګړې توګه بزګر هم پړ بولي، دی وايي که څه هم د نشه يي موادو په برخه کې اسلامي احکام پوره روښانه او د دې بوټي کښت حرام دی، خو دوی بيا هم دې کښت ته دوام ورکوي:

شهزاده شاهد
شهزاده شاهد

"اصلي علت دا دی چې په دې برخه کې قوي اراده نشته، بل لور ته عام خلک هم په دې برخه کې ډېر ګرم دي، ځکه دوی ته څو څو واره د علماوو له لوري د مخدره موادو د کښت، تولید، قاچاقو او استعمال د حراموالي په اړه اسلامي ارشادات او فتواګانې بیان شوي، خو دوی بيا هم د مخدره موادو کارو بار ته دوام ورکوی، نو ځکه خلک هم په دې برخه کې ملامت دي."

له مخدره موادو سره د مبارزې عدلي او قضایي مرکز د معلوماتو پر اساس، یوازي په ۱۳۹۶ کال کې د دې مرکز له خوا د ۱۲۰ قاچاق کوونکو دوسيې څېړل شوي او هغوی په منځني او اوږد مهاله بند محکوم شوي چې په دوی کې لوی قاچاق کوونکي هم شامل دي.

ښاغلی شاهد وړاندیز کوي چې بايد د مخدره موادو د کښت، توليد او سيمې هېوادونو له لارې د قاچاقو له عواملو سره پر يوه وخت مبارزه وشي، تر څو د کورنیو قاچاق کوونکو او نړیوالو مافیايي ډلو ترمنځاړیکې پرې شي.

راپور: مرسلین ارسلا

هيله ده انتظار وکړئ
Embed

No media source currently available

0:00 0:03:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG