د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۰

نېکلسن: د امریکا پوځ باید په افغانستان کې له روسیې سره کار وکړي


نیوزویک مجلې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو له عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن سره د ازادي راډیو د وروستۍ ځانګړې مرکې په استناد یوه مقاله خپره کړې ده.

د دې مقالې عنوان دی، لوړپوړی قوماندان وايي د امریکا پوځ باید په افغانستان کې له روسیې سره کار وکړي.

په مقاله کې راغلي چې د ناټو او امریکايي ځواکونو دا عمومي قوماندان هیله ښيي چې واشنګتن او مسکو په افغانستان کې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره په ګډه کار وکړي او مخالفتونه یو خوا پرېږدي.

د مقالې په دوام کې لولو چې جنرال نېکلسن د دې تورونو په اړه چې روسیه طالبانو ته وسلې برابروي خبر لري، خو دا زیاته کړې یې ده چې دا تورونه په خپلواکه توګه نه تائیدیږي.

جنرال نېکلسن د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو د وروستۍ غونډې په څنډه کې له ازادي راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې امریکا او روسیه د داعش یا اسلامي دولت په ماتولو، له مخدره موادو سره د مبارزې او په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت په څېر په بېلابېلو مسایلو کې ګډې ګټې لري.

ټایمز:

ټایمز بريټانوي ورځپاڼې لیکلي چې افغان ژباړونکي به ډیپورټ نه شي.

دې ورځپاڼې په خپله نننۍ ګڼه کې د بریټانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې په اړه یوه مقاله لیکلې چې په دغه هېواد کې د مېشتو افغان ژباړونکو د برخلیک لپاره ډېره مهمه ده.

شااوخوا یو نیم سلو افغان ژباړونکو له خپله وضعیته د بریتانیا د کورنیو چارو نوي وزیر ته شکایت کړی او هغه هم تر همدغو شکایتونو وروسته په بریتانیا کې د افغان ژباړونکو د پاتې کېدو اعلان کړی دی.

د بریتانیا د کورنیو چارو نوي پاکستاني الاصله وزیر ساجد جاوید وړمه ورځ اعلان کړی چې افغانانو خپل ژوند په خطر کې واچاوه او بریتانیا ته یې کار وکړ او د همدغو خدماتو په بدل کې به دوی په بریتانیا کې پاتې شي.

دغو افغانانو باید په بریتانیا کې د پاتې کېدو لپاره د ویزې د تمدید په خاطر څه باندې درې زره ډالره فیس ورکړی وای.

خو اوس ټایمز ورځپاڼې د کورنیو چارو د نوي وزیر ساجد جاوید په حواله لیکلي چې دا افغانان نور له دې پيسو هم معاف شوي.

شااوخوا څلور سوه افغان ژباړونکي له خپلو کورنیو سره چې ټول ټال شمېر یې ۱۱۰۰ کسانو ته رسیږي میشت شوي دي.

د دوی پنځه کلنې ویزې راتلونکی کال ختمیدلې او له بریتانیا د وتلو له ګواښ سره مخ و.

دوی که احیاناً ډیپورټ شي د ټایمز ورځپاڼې په خبره د طالبانو له ځورونې سره به د دې په خاطر مخ شي چې د بریتانوي ځواکونو لپاره یې کار کړی دی.

د بریتانیا دفاع وزیر ګوین ویلمسن د کورنیو چارو وزارت له نوې پرېکړې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې له ډېره وخته یې هڅه کوله چې دا کار عملي شي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG