د افغانستان د عامې روغتیا او پوهنې وزارتونو نن د یکشنبې په ورځ په ګډه سره د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې سرتاسري کمپاین پیل کړ.
په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په وړاندې سرتاسري کمپاین دا ځل د کابل له مرکزي دارلحفاظه پیل شو.
د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز د یکشنبې په ورځ پهدې اړه جوړې شوې غونډې ته د خبرو پر مهال د دیني عالمانو، د مدارسو او ښوونځيو د استادانو او شاګردانو ونډه د پولیو سره مبارزې په برخه کې خورا مهمه او دینه وبلله.
ښاغلي فېروز له دیني عالمانو وغوښتل چې د پولیو ویروس د بشپړ لهمنځه وړلو لپاره د خلکو ته د عامه پوهاوي په برخه کې مرسته وکړي.
نوموړی وايي:
"د پولیو کمپاین د بریالیتوب لپاره ستاسې همکاري اړېنه ده، څو ستاسې په همکارۍ وتوانېږو چې د هېواد په بېلابېلو برخو کې دا کمپاین پلي کړو، دا به یوه لویه مرسته وي چې د خلکو لپاره ترسره کېږي."
دغه سرتاسري کمپاین په ټول هېواد کې د روان کال د غويي د میاشتې له ۱۷مې نېټې نه تر۲۱ پورې پلي کېږي چې په ترڅ کې به یې شاوخوا ۹،۹ میلیونه له پنځو کالو نه کم عمره ماشومانو ته دوه څاڅکي واکسین ورکړل شي.
په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ د واکسین دغه پنځه ورځنی کمپاین داسې مهال پیلېږي چې په روان زیږدیز کال کې تراوسه په افغانستان کې د پولیو ۷ مثبتې پېښې رامنځ ته شوي چې څلور پېښې په کندهار، دوه په کونړ او یوه هم په ننګرهار کې ثبت شوې ده.
پولیو یا د ماشومانو ګوزڼ یوه ویروسي ناروغي ده چې د ماشومانو د تل پاتې فلج او معیوبیت لامل ګرځي.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، له افغانستان، پاکستان او نایجیریا پرته د نړۍ په ټولو هېوادونو کې پولیو ختمه شوې او اوس نړۍ غواړي چې په یادو هېوادونو کې هم دغه ویروسي ناروغي ختمه کړي.
په ورته وخت کې د افغانستان د پوهنې وزارت د اسلامي زدهکړو مرستیال ډاکټر محمد شفیق صمیم هم ژمنه وکړه چې دوی به د پولیو کمپاین په تطبیق به هر اړخېزه مرسته وکړي.
نوموړی زیاتوي:
"د پوهنې وزارت د اسلامي تعلیماتو معینیت او د پوهنې وزارت اړوند ټول عالمان د افغانستان د اسلامي هېواد په هر کمپاین کې چې د ملت لپاره سعادت را په برخه کوي ورسره ولاړ دی او دا مو ژمنه ده."
په ورته وخت کې دیني عالم مولوي سمیعالله ریحان له کورنیو وغوښتل چې خپل ماشومان واکسین او له دغه کمپاین سره همکاري وکړي.
نوموړي جوړې شوې غونډې ته وویل، ټول دیني عالمان مکلف دي چې په افغانستان کې له دغې ویروسي ناروغۍ نه د خلاصون په هدف خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي.
راپور: ناجیه ساپۍ