د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۰۲

په کونړ کې د فلج دوهمې مثبتې پېښې ځايي خلک اندېښمن کړي


په کونړ ولایت کې د فلج د دوهمې مثبتې پېښې پیدا کېدو ځايي خلک اندېښمن کړي او له ټولو وسله‎والو ډلو غواړي چې د خپل کنټرول لاندې سیمو کې خلکو ته اجازه ورکړي، څو خپلو بچیانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

په کونړ کې د کتلوي معافیت مسؤل حاجي محمد اسحاق د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د فلج دوهمه مثبته پېښه هم د غازي‌اباد ولسوالۍ په هیلګل سیمه کې پیدا شوې ده.

دی وايي:

"په کونړ کې د پولیو دوهمه پېښه د غازي‎اباد ولسوالۍ په هیلګل کې پیدا شوې. په همدې ساحه کې لومړنۍ مثبته پېښه هم پیدا شوې وه. د ماشومې نوم کبرا دی او د شهاب‌الدین لور ده. دا له واکسین انکار کورنۍ ده. د نجلۍ عمر ۱۱ میاشتې دی. د روان کال د مارچ له درېیمې نېټې څخه‌یې ناروغي راپیل شوې ده. هلته له واکسینونو نورې انکارې کورنۍ هم شته."

محمد اسحاق وايي، د واکسین په تېر کمپاین کې ترې نږدې ۱۸۰۰۰ ماشومان پاتې وو، خو په نوي پیلېدونکي کمپاین کې هڅه کوي چې دغه شمېره راټیټه کړي او که بیا هم په زیات شمېر کې کوچنیان له واکسین پاتې شي، نو د نورو مثبتو پېښو پیدا کېدو وېره زیاتېږي.

دی وايي:

"کوم ځای کې چې د پولیو کومه مثبته پېښه وموندل شي، هلته ۲۰۰ نورو ماشومانو ته هم د یاد ویروس د عاجل انتقال خطر وي. دغه‌شان چې هر ماشوم په فلج اخته کېږي نو هر یو ځان سره ۲۰۰ نورو ماشومانو ته خطر رسولی شي، نو دې حالت کې د ګوزڼ مرض د ښورېدو وېره زیاتېږي."

د کونړ اوسېدونکي هم په غازي‎اباد کې د فلج دوهمې مثبتې پېښې پر پیدا کېدو اندېښمن دي او له وسله‎والو مخالفینو غواړي چې په ماشومانو رحم وکړي او د واکسین کار کوونکو ته اجازه ورکړي چې د دوی د کنټرول لاندې ساحو کې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورسوي او د هغوی ژوند د یو لاعلاجه ناروغۍ څخه وژغوري.

ګوهر رحمن او ذبیح‌الله وايي، دغه پېښه چې پیدا شوې په حقیقت کې د تشویش وړ ده، ګوزڼ یوه ویروسي او لاعلاجه ناورغي ده چې ډېر ژر نورو ماشومانو ته انتقالېږي.

وسله‎والو مخالفینو ته په‎کار ده چې واکسیناتورانو ته د کار کولو اجازه ورکړي، څو لیرې پرتو او ناامنو ساحو ته لاړ شي او هلته ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین ورکړي.

دوی له هغو کورنیو هم غواړي چې څوک خپلو ماشومانو ته د واکسین ورکولو مخالفت کوي او خپل بچي په لوی لاس یوې لاعلاجه ناروغۍ ته حواله کوي.

د یادونې وړ ده چې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې د کونړ په شلتن ولسوالۍ کې د پولیو ۴ مثبتې پېښې موندل شوې وې چې هغه مهال هم د فلج پېښو زیاتوالي خلک اندېښمن کړي وو.

تېر کال کومه مثبته پېښه پیدا نه‎شوه، خو سږ کال په غازي‎اباد ولسوالۍ کې په یوه سیمه کې د دوو مثبتو پېښو موندلو کونړیان بیا له تشویش سره مخ کړي دي.

دې دوه پېښو سره په هېواد کې په روان کال کې په فلج د اخته شویو ماشومانو شمېر ۷ ته لوړ شو.

راپور: روح‎الله انوري

XS
SM
MD
LG