د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې یو شمېر هټۍوال وايي چې په دغه ولایت کې پهدې وروستیو کې د ارزګان ــ کندهار ترمنځ د لارې د تړلو له کبله د خوارکي او غېرې خوارکي توکو بیې د پخوا په پرتله څو چنده لوړې شوي او د غریبکاره خلکو کاروبار په ټپه دریدلی دی.
دوی له دولته غوښتنه کوي چې د دغه اعتراض کوونکو ستونزې ور حل کړي او لاره دې خلاصه کړي.
بل خوا بیا د ارزګان د ولایتي شورا مسؤلین د کندهار ـ ارزګان له چارواکو غوښتنه کوي چې د دغه اعتراض کوونکو ستونزې ورحل کړي او یاده لار دې سیاسي موخو ته د رسېدو لپاره نهکاروي.
دا چې اعتراض کوونکي په ټوله کې نیوکې د کندهار پر امنیتي مسؤلینو کوي، خو هغوی بیا لهدې وړاندې له ازادي راډيو سره په خبرو کې د خلکو دغه خبرې رد کړې وې.
د ارزګان ولایتي اداره بیا هم د پخوا په څېر وايي چې د خلکو دغه ستونزې یې تر مرکزي ادارې رسولي دي.
ازادي راډیو هڅه وکړه چې پهدې اړه د کورنیو چارو وزارت له مسؤلینو سره خبرې وکړي، خو بریالی نهشو.
ارزګان کې اعتراض کوونکو ځکه لاره تړلې چې د یادې لارې امنیت دې له پولیسو واخېستل شي او ملي اردو ته دې وسپارل شي، ځکه د کندهار په مربوطاتو کې د مېشتو امنیتي پوستو پولیس یې ځوروي، غیرې قانوني پیسې ورڅخه اخلي او سپکې سپورې هم ورته کوي.
پهدې اړه نور حال د ازادي راډيو د خبریال شریفالله شرافت پهدې راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
Your browser doesn’t support HTML5