د نړۍ د اووه سترو صنعتي هېوادونو «جي-۷» د بهرنیو چارو وزیرانو پرون یکشنبه د سوریې او اوکراین د جګړو پر سر په روسیې باندې د فشارونو په راوستلو خبرې وکړې.
دوی په یو لړ هغو مسایلو هم خبرې وکړې چې د لوېدیځ او روسیې د اړیکو د سړښت لامل شوي.
له دغو مسایلو هدف ډېری د سوریې او اوکراین په جګړو کې د روسیې رول دی.
د اووه سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پرون یکشنبه پهداسې حال کې وشوه چې د همدې میاشتې په ۱۴مه امریکا، بریتانیا او فرانسې د سوریې د رژیم پوځي اهداف او د کیمیاوي وسلو فابریکې په راکټونو وویشتلې.
دوی دا بریدونه د دې لپاره وکړل چې په خبرهیې د اپرېل په اوومه د سوریې رژيم په دوما ښار کې ۴۳ ملکیان د کیمیاوي وسلې په کارولو ووژل.
لوېديځ هېوادونه پهداسې حال کې د روسیې او ایران له ملاتړ برخهمند د بشار الاسد رژيم د دوما د کیمیاوي وسلو د کارولو په برید تورنوي چې ایران او روسیې دا تورونه رد کړي دي.
اخوا د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون پرون یکشنبه له فاکس نیوز سره په مرکه کې وویل چې د سوریې د راتلونکي په اړه اندېښمن دی.
مکرون ویلي له سوریې د امریکايي سرتېرو په وتلو سره به په دغه هېواد کې د ایران او روسیې لاس نور هم ازاد پرېښودل شي.
دی وايي:
"موږ باید له جګړې وروسته یوه نوې سوریه جوړه کړو او په همدې خاطر هم فکر کوم چې د امریکا متحده ایالاتو رول ډېر مهم دی. ولې دا خبره کوم؟ ځکه غواړم په وضاحت ووایم چې که د داعش تر ماتې وروسته موږ سوریه په بشپړه توګه پرېږدو بیا به میدان د اسد رژیم او ایران ته ازاد وي او بیا به دوی نوی جنګ پیلوي او نوي ترورېستان راپیدا کوي."
په کاناډا کې د «جي-۷» هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دا غونډه چې نن ناوخته ختمېږي د دغو هېوادونو سرمشریزې ته چمتووالی دی چې هغه به هم د سوریې په جګړه کې د روسیې او ایران په رول څرخېږي.
د «جي-۷» ستر صنعتي هېوادونه امریکا، بریتانیا، کاناډا، جرمني، فرانسه، ایټالیا او جاپان ته وايي او مشران بهیې د جون میاشتې په لومړیو کې سرمشریزه وکړي.
راپور: صفيالله ستانکزی