"G-7": روسیه باید د سکریپال او د هغه د لور د مسمومېدو په اړه لندن ته معلومات ورکړي

اوو سترو صنعتي هېوادونو له روسیې غوښتي چې د پخواني روس جاسوس، سرګي سکریپال او د هغه د لور د مسمومېدو په اړه د بریتانیا حکومت ته بشپړ او دقیق معلومات ورکړي.

سرګي سکریپال او د هغه لور چې د لیدو لپاره بریتانیا ته ورغلې وه، تېره میاشت په سالزبري ښار کې، مسموم وموندل شول.

د اوو سترو صنعتي هېوادونو بیرغونه.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو وزیرانو پرون په یوه بیان کې د بریتانیا له دې ارزیابۍ سره چې وايي، د سرګي سکریپال او د هغه د لور یولیا د مسمومولو په هڅه کې ښايي د روسیې لاس وي، موافقه وکړه.

سرګي سکریپال او د هغه لور د روان کال د مارچ په څلورمه، د بریتانیا د سالزبري ښار په یوه پارک کې، بې‌سده وموندل او بیا روغتون ته ولېږدول شول.

په بریتانیا کې څېړونکو ویلي چې هغوی د نوویچوک په نوم په زهرجنو موادو چې په پخواني شوروي کې جوړېدل، مسموم شوي وو.

روسیې دا تورونه په کلکه رد کړي دي.

خو د کیمیاوي وسلو د مخنیوي سازمان د اپرېل په ۱۲مه وویل چې د بریتانیا له لوري د څېړنو له پایلو سره موافق دی.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو هم په یوه بیان کې چې پرون خپور شو، ویلي چې د بریتانیا له دې ارزونې سره چې ډېر امکان لري چې د روسیې فدراسیون د حملې مسئول وي، موافقه لري.

سرګي سکريپال او لور یې د مارچ پر څلورمه په روغتون کې بستر شوي و.

د سکريپال لور، یولیا چې صحت‌یې ښه و، یوه اوونۍ مخکې له روغتونه ووته، خو پلار یې اوس هم د روغتون د جدي څارنې په برخه کې بستر دی.

د بریتانیا پولیسو د یولیا په حواله ویلي چې پلار یې لا هم ډېر سخت ناروغ دی او په خپله هم د ورکړل شویو موادو اغېز احساسوي.

دواړو ته داسې زهري مواد ورکړل شوي وو چې د انسان پر عصبي سیستم سخت اغېز کوي.

سرګي سکریپال او لور یې یولیا په بې‌سده حالت کې وموندل شول.

دې مسئلې د روسیې او غربي هېوادونو ترمنځ سیاسي کړکېچ لا زیات کړ او له امله‌یې دواړو خواوو ګڼ شمېر سفیران سره وشړل.

د نړۍ د اوو سترو صنعتي هېوادونو بریتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان او د امریکا د بهرنیو چارو وزیرانو او همداراز د اروپايي اتحادیې استازو، پر روسیه غږ کړی چې ژر تر ژره په سالزبري کې د شوې پېښې په اړه ټولو پوښتنو ته ځواب ورکړي.

هغوي ویلي، په سالزبري کې پېښه پر موږ ټولو حمله وه.