ولسي جرګې د ملي امنیت عمومي رئيس استجوابیه غونډې ته ورغوښتی و

ولسي جرګې په هېواد کې د وروستیو مخ په زیاتېدونکو نا امنیو له امله، د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس استجوابیه غونډې ته ور وباله.

د دغې جرګې غړو د شنبې په ورځ د هېواد پر روان وضعیت اندېښنې وښودې.

د ولسي جرګې د هر کمېسیون یوه غړي، د ملي امینت له عمومي رئیس نه خپلې پوښتنې مطرح کړې.

د کورني امنیت د کمېسیون غړي لالي حمیدزي وویل چې په افغانستان کې بېلا بېلې تروریستي ډلې فعالیت کوي، افغان دولت د دغو ډلو له کومې یوې سره سوله غواړي.

لالی حمیدزی

نوموړي زیاته کړه:

"۲۱ تروریستې ډلې دي، موږ په افغانستان کې له کومې ډلې سره سوله کوو.؟ دوهمه مسئله دا ده چې په وروستیو دوو میاشتو کې په کابل، هلمند، شمالي ولایتونو، دشت ارچي او پر کانټیننټال هوتل زوره ورې حملې، د اندېښنې وړ دي."

سربېره پردې د ولسي جرګې ځینو غړیو انتقاد کاوه چې د هېواد کشفي او استخباراتي ارګانونو، د انتحاري او داسې نورو حملو په مخنیوي کې، بې پروايي کړې ده.

په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې د ناامنیو زیاتېدل، په ځینو لویو لارو کې د غیر مسؤلو وسله والو شتون، سړي وژنې، غلا ګانې او په ځینو ولایتونو کې د پرسونل او تجهیزاتو کموالی، هغه موارد دي چې د ولسي جرګې اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

خو دا چې د ملي امنیت د عمومي رئیس معصوم ستانکزي په غوښتنه جلسه سري اعلان شوه، د وکیلانو پوښتنو ته مو ځوابونه ونه شول موندلی.

په ورته وخت کې د چارو پوه کابل خان تدبیر د ولسي جرګې د استجوابیه غونډې د سري کېدو په اړه وايي، خلک باید پوه شي چې په لوړه کچه امنیتي ستونزې څه دي.

کابل خان تدبیر

نوموړي زیاته کړه:

"نظامي اسرار باید، د اعتماد وړ کسانو په مینځ کې مطرح شي، خو کله چې بحثونه لوې وي باید رسنۍ هم حضور ولري، زما په نظر رازونه اکثره د ولسي جرګې د غړیو لخوا افشاء کیږي ، نه د رسنیو له خوا."

ښاغلی تدبیر وايي، پخوا تردې د ناوړه امنیتي وضعیت په اړه د امنیتي مسؤلینو ځوابونو، د ملي شورا د غړیو قناعت نه دی خپل کړی.

د ده په خبره، باید خلکو ته سم معلومات ورکړل شۍ.

راپور: خان محمد سیند