د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۰۱

ولسمشر غني: يو شمېر بنسټونه کشفي او استختباراتي اطلاعاتو ته ارزښت نه ورکوي


ولسمشر محمد اشرف غني وايي، يو شمېر بنسټونه کشفي او استختباراتي اطلاعاتو ته ارزښت نه ورکوي.

په داسې حال کې چې عام خلک او د چارو پوهان د انتحاري حملو او چاودنو د مخنیوي په برخه کې کشفي ارګانونه پاتې راغلي بولي، خو ولسمشر محمد اشرف غني د کشفي ارګانونو کار په موقع بولي او وايي چې یو شمېر بنسټونه د دوی اطلاعاتو ته پاملرنه نه کوي.

افغان کومانډو
افغان کومانډو

ښاغلي غني دغه څرګندونې د شنبې په ورځ په کابل کې د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د ګډې عمومي قوماندانۍ په پرانیست غونډه کې وکړې.

ښاغلي غني وویل:

"د ملي امنیت له مهمو او په موقع کشفي اطلاعاتو د ورکولو له امله مننه کوم، خو په دې برخه کې اړینه ده چې نور ارګانونه کشف ته جدي پاملرنه وکړي، ملي امنیت په کراتو خپله دنده په ښه توګه ترسره کړې، خو ځېنې وختونه زموږ نور بنسټونه دومره بوخت وو چې د کشف اهمیت يې نه دی درک کړی. "

ښاغلي غني د عملیاتونو پرمهال د افغان ځواکونو په ځیرکتیا او لازم دقت ټينګار وکړ.

نوموړي دغه شان وویل چې په امنیتي ځواکونو کې شکنجه او غېر انساني کړنې ځای نه لري او له دغو ځواکونو یې وغوښتل چې د وسله والو مخالفینو له اسیرانو سره د قانون په چوکاټ کې عمل وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملي امنیت مسؤلینو تل دا ادعا کړې چې د انتحاري حملو او چاودنو له پېښدو مخکې یې خپل اطلاعات اړوندو ارګانونو او امنیتي بسنټونو سره شریک کړي دي.

په سردار محمد داوود خان روغتون، د کابل په زنبق څلور لاري، د ملي شورا په ودانۍ او په لسګونه نورو مواردو کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست ویلي چې د دغو پېښو له پېښدو مخکې یې خپل معلومات د یادو بنسټونو له مسؤلینو سره شریک کړي وو.

د ځانګړو قطعاتو او ملي امنیت د چټک غبرګون قوماندان غلام مصطفی وردګ هم وویل چې د وسله والو مخالفینو د جنګ بڼه پېچلې شوې، خو د ده په خبره، د شپې له خوا د افغان ځواکونو په عملیاتو کې وسله وال مخالفین ځپل شوي دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ملي امنیت ریاست عمومي رئیس معصوم ستانکزي د ځانګړو قطعاتو او د ملي امنیت د چټک غبرګون د ګډې عمومي قوماندانۍ پرانیست غونډې ته په وینا کې وویل چې د ملي امنیت په ریاست کې بنسټیز بدلونونه راغلي دي.

د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی
د افغانستان د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"زموږ جنګ د ازادۍ، عدالت او په هېواد کې د سولې د ټينګښت لپاره دی، ملي امنیت اوس بدل شوی، د امنیتي ځواکونو او ځانګړو قطعاتو ترمنځ انسجام رامنځته شوی او له پاشل کېدو يې مخنیوی شوی دی. "

د پوځي چارو کارپوه زلمی ورګ وايي، د امنیتي او کشفي ځواکونو ترمنځ باید همغږي ډېره شي.

ښاغلی وردګ وايي، تر کومه چې د امنیتي او کشفي بنسټونو ترمنځ د اعتماد فضا رامنځته نه شي، د ترورېستي پېښو مخنیوی به ستونزمن وي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG