پاکستان وايي هوايي ځواک یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی نه‎دی کړی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د افغان دولت هغه تورونه رد کړي چې وايي، پاکستانیو الوتکو د افغانستان له ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی کړی او د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ یې بریدونه کړي دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ په یوې خپرې کړې اعلامیه کې د کونړ پر دانګام ولسوالۍ د پاکستان هوایي برید په سختو ټکو غندلی و او دا ‌یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا او ملي حاکمیت سرغړونه بللې وه،

خو د پاکستان د بهرنیو چارو بیا د افغان حکومت تورونه رد کړي او ټینګار کوي چې هوايي ځواک یې د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا سرغړاوی نه‎دی کړی.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د دې هېواد د بهرنیو د وزارت ویاند ډاکټر فیصل د جمعې په ورځ په یوه بیان کې ویلي:

"د افغانستان له‎خوا پر پاکستان لګېدلي تورونه بې بنسټه دي، افغان حکومت دې له دې ډول تورونه لګولو ډډه وکړي."

پاکستان د افغانستان تورونه رد کړل.

د بهرنیو چارو د وزارت ویاند یوځل بیا تور لګولی چې د پاکستان پولې ته نېږدې په سرحدي سیمه کې وسله‎وال ترهګر پر پاکستانیو امنیتي ځواکونو بریدونه کوي او پر افغان حکومت یې غږ کړی:

"افغان حکومت دې په سرحدي سیمو کې د ترهګرو پرضد مؤثر اقدامات وکړي. که دواړه هېوادونو د ترهګرو پرضد ګډ کار وکړي، نو ګټه به یې او د ترهګرۍ له ختمېدا سره به په دواړو هېوادونو کې خوشحالي او ترقي راشي."

دا په‎داسې حال کې ده چې په‎دې وروستیو کې د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ چارواکي او ولسونه وايي چې په‎دې وروستیو کې د د کونړ په دانګام او نورو سیمو د پاکستان له‎خوا د توغندیو ویشتلو لړۍ دوام لري چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي له ستونزو سره مخ دي.

پاکستان او افغانستان په داسې وخت کې پر یو بل تورونه لګوي چې ټاکل شوې ده نن د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي له افغان چارواکو سره په لړ مساېلو د خبرو لپاره کابل ته راشي.

شاهد خاقان عباسي ته د کابل ته د سفر بلنه افغان ولسمشر محمد اشرف غني ورکړې وه.

د یادونې وړ ده چې یو شمېر افغان سناتورانو له ولسمشره غوښتي چې پر کونړ ولایت د پاکستانیو ځواکونو د توغندیو ویشتلو مسئله دې د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي سره په خبرو کې وڅېړي.