د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي کابل ته لهدې پیغام سره سفر کوي چې هغه وسلهوال چې په افغانستان کې ناامني جوړوي، په پاکستان کې پټنځایونه نهلري.
ښاغلي عباسي پرون پنجشنبه په اسلاماباد کې د ترورېزم ضد یوې نړیوالې غونډې ته په وینا کې وویل، د افغان حکومت وسلهوال مخالفین په پاکستان کې مرکزونه نهلري، بلکې برعکس د پاکستاني طالبانو پټنځایونه د ده په وینا په افغانستان کې دي.
عباسي زیاته کړه:
"موږ دا روایت نه منو چې په پاکستان کې به داسې پټنځایونه وي چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ باعث شي. دا حقیقت نهلري. اصلاً نن رښتیا خبره دا ده چې حقیقت برعکس دی. هغه کسان چې په پاکستان کې تروریستي فعالیتونه کوي، په افغانستان کې دېره دي. دا د اوسني وضعیت حقیقت دی او موږ باید له همدې حقیقت سره مقابله وکړو."
د پاکستان د صدراعظم د وروستیو څرګندونو په اړه د جمهوري ریاست سرپرست ویاند شاه حسین مرتضوي له څه ویلو ډډه وکړه، خو افغان چارواکو له دې مخکې ویلي چې د افغانستان د وسلهوالو مخالفینو پټنځایونه په پاکستان کې دي.
متحد ایالاتو هم د روان کال په پیل کې اعلان وکړ چې پاکستان ته امنیتي مرستې تر هغه وخته ځنډوي چې اسلاماباد د طالبانو، حقاني شبکې او نورو تروریستي ډلو پر ضد اقدام وکړي، خو د پاکستان حکومت د دې ډلو د ملاتړ تورونه تل رد کړي او وايي، پاکستان د ترورېزم پر ضد د مبارزې په لاره کې خورا زیاتې قربانۍ ورکړي.
ټاکل شوې چې د پاکستان صدراعظم به کابل ته د خپل یو ورځني سفر په ترڅ کې له ولسمشر اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره وګوري.
د دې خبرو د اجنډا مهمه برخه به د سولې خبرو ته د طالبانو په هڅولو کې د پاکستان همکاري وي.
د کابل پوهنتون استاد د سیاسي چارو کارپوه نصرالله ستانکزی وايي چې کابل ته د شاهد خاقان عباسي سفر به د دوو حکومتونو ترمنځ د خبرو پیل وي، خو ښاغلي ستانکزي ازادي راډیو ته وویل چې ښايي دا خبرې مطلوبه نتیجه ورنهکړي.
دی وايي:
"د افغانستان او پاکستان په اړیکو کې ژور واټن راغلی او دا واټن ستراتیژیک واټن دی. فکر نهکوم چې پاکستان په خپلو ستراتیژیو کې کوم خاص بدلون راوړي. د پاکستان موخه لهدې حرکاتو او داسې مذاکراتو یوازې له نړیوال فشار، په تېره د امریکا له فشاره د ځان ژغورل دي."
ولسمشر غني نېژدې درې اوونۍ مخکې د پاکستان صدراعظم ته رسمي بلنه ورکړه چې د دوو دولتونو ترمنځ د خبرو لپاره کابل ته سفر وکړي.
کابل ته د ښاغلي عباسي د سفر په درشل کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستان تور ولګاوه چې د کونړ ولایت په دانګام ولسوالۍ کې یې هوايي حمله کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت پرون پنجشنبه په یوه خبرپاڼه کې وویل چې دا حمله د افغانستان پر ارضي تمامیت او ملي حاکمیت څرګند تېری دی.
د خبرپاڼې له مخې دې برید چې د چهارشنبې ورځې په ماښام وشو، زیات مالي زیانونه یې اړولي دي.
افغان چارواکو په تېرو کلونو کې هم د پاکستان پر پوځ تور لګولی چې د افغانستان په ختیځ، په تېره په کونړ ولایت کې یې د توپونو او توغندیو ډزې کړې دي.