د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

افغان چارواکي: پاکستاني پلاوي سره په خبرو کې واړه پرمختګونه شوي


د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیالې تهمینه جنجوعه په مشرۍ د پاکستان د لوړپوړو ملکي او پوځي چارواکو یو هیئت د دوشنبې په ورځ په کابل کې له افغان چارواکو سره د افغانستان پر سولې او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر نورو همکاریو خبرې کړې دي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند صبغت احمد ازادي راډیو ته وویل چې پاکستاني هیئت د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي په مشرۍ د افغان هیئت سره د سولې او یووالي لپاره د پاکستان او افغانستان د عمل پر شریک پلان خبرې وکړې، د نوموړي په وینا د خبرو ډېر تمرکز د سولې پر موضوع و.

ښاغلي احمد وویل:

"دا د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل د پلان په اړه درېیمه غونډه وه. د پام وړ پرمختګ په‌کې ونه‎شو، خو واړه پرمختګونه تر لاسه شوي دي. اساسي مسایل اوس هم پاتې دي چې هیله‎مند یو راتلونکي کې به‌یې په اړه خبرې دوام وکړي."

د ښاغلي احمد په وینا هغه موارد چې لا هم په‌کې پرمختګ نه‎دی شوی، د سولې خبرې اترې او هغه موارد دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د همبستګۍ سبب کېږي.

د صبغت احمد په وینا پرمختګ تر ډېره د خبرو اترو د دوام په برخه کې و.

د افغان او پاکستاني چارواکو دا غونډه په‌داسې حال کې پرته له کوم لوی پرمختګ پای ته رسېږي چې ټاکل شوې ده، د جمعې په ورځ د پاکستان د صدراعظم شاهد خاقان عباسي په مشرۍ یو هیئت افغانستان ته سفر وکړي.

دا سفر د افغان ولسمشر اشرف غني د هغې بلنې پر اساس دی چې د پاکستان صدراعظم ته‌یې د دولت له دولت سره د خبرو لپاره کابل ته د ورتګ بلنه ورکړې وه.

د افغانستان د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل په وینا د سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان د واشنګټن او اسلام‎اباد سره په ګډه چمتو شوی او هدف‌یې دا دی چې پاکستان د سولې خبرو ته د طالبانو په چمتو کولو کې پر دې ډلې خپل نفوذ او اغېز وکاروي.

د اجرائیه رئیس د ویاند مرستیال جاوید فیصل

ښاغلي فیصل د ازادي راډیو مشال څانګې ته د دې پلان په اړه وویل:

"په‎دې پلان کې عمده موضوعات د افغانستان سوله، له ترهګرۍ سره ګډه مبارزه، له اقتصادي فرصتونو څخه ګټه اخیستل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړونې لپاره د دولتونو همغږي شامله ده. پلان دا دی چې په ګډه موږ وتوانېږو، د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې پاکستان همکارۍ ته تشویق کړی شو."

بل‎خوا د دوشنبې په ورځ د مرکزي او جنوبي اسیا د چارو لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الېس ولز په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره کتلي دي.

د پاکستان د پوځ مطبوعاتي دفتر په یوې خبرپاڼې کې د جنرال قمر جاوید باجوه له خولې ویلي چې هېواد یې د افغانستان سولې ته ژمن دی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرستې مرستیالې الېس ویلز د پاکستان د پوځ له لوی درستیز سره کتلي

د جنرال قمر جاوید باجوه له خولې دا هم ویل شوي چې هیله‎مند دی نور لوري هم په سیمه کې په برابره توګه مثبت رول ولوبوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مرستیاله الېس ولز د مارچ له ۲۸مې نېټې راهیسې په پاکستان کې ده او دغلته‌یې تر دې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیالې تهمینه جنجوعه او د دې هېواد د ملي امنیت له سلاکار ناصر خان جنجوعه سره هم کتلي دي.

د پاکستاني چارواکو سره د دې لوړپوړې امریکايي ډيپلوماتې خبرې اترې تر ډېره په‎دې هېواد کې د ترهګرو د پټن‎ځایونو په له‎منځه وړلو او د افغانستان په سوله کې د پاکستان پر همکارۍ راڅرخي.

XS
SM
MD
LG