د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

پاکستان او امریکا له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې تفاهم وکړ


د پاکستان او امریکا لوړپوړو چارواکو نن له ترهګرو ډلو سره د مبارزې په برخه کې تفاهم وکړ.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د پاکستان او امریکا د بهرنیو چارو وزارتونو لوړپوړو چارواکو پر دې تفاهم کړی چې د ټولو هغو ډلو پر وړاندې چې پاکستان او افغانستان په نښه کوي باید اقدامات وشي.

اعلامیه زیاتوي د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي او مرکزي اسیا د چارو د څانګې مشره الېس ولز «Alice Wells» په اسلام‌اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیرې تهمینه جنجوعه سره د لیدو پر مهال په دې اړه خبرې کړې دي.

الېس ولز د چهارشنبې په ورځ اسلام‌اباد ته ورسېده.

امریکایي چارواکو په وار وار پاکستان تورن کړی چې په خپله خاوره کې د هغو ډلو په له‌منځه وړلو کې پاتې راغلی چې په افغانستان کې بریدونه کوي.

پاکستان دغه تورونه ردوي او وایي دوی له تبعیض پرته د ټولو ترهګرو ډلو پر وړاندې اقدامات کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې په دې اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

افغان چارواکو د پنجشنبې په ورځ ویلي چې تمه ده د پاکستان صدراعظم شاهد خاقان عباسي د اپرېل میاشتې پر شپږمه د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په بلنه کابل ته سفر وکړي.

که څه هم د افغان چارواکو په خبره د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د پاکستان په دریځ او چلند کې بدلون نه‌دی راغلی، خو کابل ته د ښاغلي عباسي د سفر مثبتو پایلو ته هیله‌مند دي.

وروسته له هغې چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ د افغانستان او جنوبي اسیا لپاره د امریکا د نوۍ ستراتېژۍ د اعلان پر مهال پر اسلام‌اباد انتقاد وکړ چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې یې کافي اقدامات نه‌دي کړي، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت په تېره جنورۍ میاشت کې له پاکستان سره په امنیتي برخه کې د لږ تر لږه ٩٠٠ میلیونه ډالرو مرسته وځنډوله.

XS
SM
MD
LG