په افغانستان کې یو شمېر کورنۍ د پولیو واکسین حرام بولي

په کال کې څو ځلې زرګونه واکسیناتوران کور په کور ګرځي او د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو ضد واکسین تطبیقوي، خو یو شمېر کورنۍ چې په‎دې برخه کې عامه پوهاوی نه‎لري، نه‌پرېږدي چې ماشومان‌يې واکسین شي.

دوی په دې باور دي چې په دغه واکسین سره به‌یې ماشومان په راتلونکي کې د بې‌اولادۍ له ستونزې سره مخ شي.

د بلخ د چهار بولک د سیمې یوه ښځه ماه بي بي هم هغه مور ده چې نه‌غواړي ماشومان‌يې واکسین شي.

نوموړې وايي:

"زه د چهار بولک د سیمې اوسېدونکې یم، زه نه‌غواړم چې ماشومان مې واکسین کړم، ځکه چې زما ماشومان بیا په راتلونکي کې اولادونه نه‎شي راوړی، زما خاوند هم وايي چې باید ماشومان واکسین نه‎شي، دلته ډېری کورنۍ خپل ماشومان نه‌واکیسنوي او خپلو ماشومانو ته وايي چې دا درته تاوان لري."

دا یوازې ماه بي بي نه‎ده، بلکې د افغانستان په یو شمېر نورو ولایتونو کې هم ځینې کورنۍ نه‌غواړي چې ماشومانو ته‌يې د پولیو ضد واکسین وشي.

د زابل د شاه‎جوی ولسوالۍ اوسېدونکی رحیم‎ګل په دې اړه چې ولې نه‌غواړي ماشومان‌يې د پولیو ضد واکسین شي؟ ازادي راډيو ته داسې وویل:

"دا واکسین د بې‌اولادي لامل ګرځي، که ماشوم نارینه وي او ښځینه د بې‌اولادۍ په ستونزه اخته کېږي."

یو شمېر کورنۍ ان خپلو ماشومانو ته د دې واکسین کول حرام ګڼي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې د افغانستان روغتیا وزارت د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ په ټول هېواد کې د پولیو پر ضد د واکسین کولو پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ.

افغانستان کې به نن دوشنبه د پولیو پر ضد د واکسین کمپاین پیل شي

متخصص ډاکتران وايي چې پولیو یوه ویروسي او ساري ناروغي ده چې د عمر په هره برخه کې پرې انسان اخته کېدای شي، خو له پنځه کلونو کم عمره ماشومان تر ډېره په دې ناروغۍ د اخته کېدو له خطر سره مخ وي چې باید واکسین شي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د روان کال له پیله تر دې دمه په کونړ، ننګرهار او کندهار کې د پولیو پنځه مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د کونړ په غازي‎اباد ولسوالۍ کې د فلج مثبته پېښه وموندل شوه

په کندهار ولایت کې د پولیو دوه نوې پېښې ثبت شوي

د دې وزارت د پولیو د ډیپارتمنت مسؤل میوند احمدزي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې ډېری دا پېښې په هغه کورنیو کې رامنځته شوي چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین نه‎کوي.

ښاغلی احمدزی د پولیو د واکسین د ګټو په اړه وايي:

"دا واکسین له داسې هېوادونو راوړو چې زیاتره‌يې اسلامي هېوادونه دي، تازه واکسین مو له اندونیزیا راوړی دی او ټول هغه مواد چې په دې واکسین کې ترې ګټه اخیستل کېږي، په پارچه کې ورسره په ښکاره ډول لیکل شوي دي، په دې پارچو کې لیکل شوي چې هېڅ داسې مواد نه‎لري چې انسان د بې‌اولادۍ په ستونزه اخته کړي، دا د ټولو ماشومانو لپاره ضرور دي او د پولیو د مخنیوي لپاره یوازنۍ حل‎لاره د همدې واکسین تطبیق دی، وروستیو پېښو وښوده کوم ماشوم چې له واکسینه پاتې کېږي په دې ناروغۍ اخته کېږي."

ډاکتر احمدزی وايي، د پولیو ویروس د ټولو کورنیو لپاره د خطر زنګ دی، دا تداوي نه‎لري او د مخنیوي یوازنۍ لاره‌يې په هره دوره کې ماشومانو ته د واکسین کول دي.

په ورته وخت کې د کابل د علماوو شورا رئیس بصیر حقاني له ازادي راډيو سره په خبرو کې له ټولو کورنیو وغوښتل چې له پنځه کلونو کم عمره ماشومان د پولیو پر ضد واکسین کړي.

راپور: اکرام‎الله اکرام