په داسې حال کې چې یو شمېر جنوب لوېدیځ ولایتونه له امنیتي ګواښونو سره مخ دي د افغانستان دفاع وزارت وايي، په دغو ولایتونو کې د وسله والو مخالفینو پر وړاندې هوايي او ځمکني عملیات روان دي.
دفاع وزارت د فراه او هلمند په ګډون په یو شمېر جنوب لویدیځو ولایتونو کې د امنیتي ګواښونو د اندېښنو په غبرګون کې وايي چې د دغو لایتونو په شمول همدا اوس په لسو ولایتونو کې دیارلس تعارضي عملیات روان دي.
د دغه وزارت ویاند دولت وزیري د یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په فراه کې هوايي او کمانډو ځواکونو وسله وال مخالفین ځپلي دي.
ښاغلي وریري دغه شان وویل چې د هلمند د امنیتي وضعیت په اړه اندېښمن نه دي.
دولت وزیري
نوموړي زیاته کړه:
"موږ د دښمن خوځښتونه تائیدوو، خو هغوی ته درانه تلفات اوښتي، یوازې په فراه ولایت کې ۱۳ هوايي عملیات ترسره شوي دي او موږ د نوموړي ولایت امنیت ته متوجه یو، د هلمند په اړه موږ هېڅ تشویش نه لرو، د میوند ۲۱۵ نمبر قول اردو سږ کال په ښه حالت کې دی او ښې لاسه راوړنې لري."
دا په داسې حال کې ده چې په فراه او هلمند ولایتونو کې په دې وروستیو کې نا امنۍ زیاتې شوي او تازه په راپورونو کې ویل شوي چې د فراه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د وسله والو مخالفینو په یوه حمله کې ۱۶ سرتېري وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان شوي دي.
د دغه ولایت اوسېدونکي له څو میاشتو راهیسې دا اندېښنه لري چې د دغه ولایت مرکز د طالبانو په لاس سقوط نه شي.
د فاریاب ولایتي شورا: د دې ولایت ۹۰ سلنه خاوره وسلهوالو طالبانو سره ده
د فراه پخواني والي محمد عارف شاه جهان هم په نوموړي ولایت کې د نا امنیو د پراخېدو له امله استعفا وکړه.
د فراه ولایت د ولایتي شورا رئیس فرید بختور د دغه ولایت امنیتي ځواکونه په فساد، د وسلو او مهماتو او دغه شان د ترانسپورتۍ وسیلو د تېلو په پلور تورونوي.
په ورته وخت کې د افغانستان په مشرانو جرګه کې د دغه ولایت استازی محمد سرور عثماني وايي چې طالبان د فراه ښار ۱۵ کېلو مټرۍ ته رارسېدلي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"جنګ روان دی، طالبان له هلمند او نورو سیمو دلته راغلي، د فراه په ۱۵ کېلو مټرۍ کې یې یوه پوسته نیولې او خلک له دې امله سخت په اندېښنه کې دي."
په ورته وخت کې د هلمند د ولایتي شورا رئیس عطالله افغان هم ازادي راډیو ته وویل چې په دغه ولایت کې پراخ امنیتي ګواښونه موجود دي او وسله وال مخالفین پر پنځو ولسوالیو کنټرول لري.
طالبان
نوموړي زیاته کړه:
"په هلمند کې امنیتي ګواښونه ډېر دي، له ۱۳ ولسوالیو پنځه هغه یې، دېشو، موسی کلا، خانشین، نوزاد، او باغران له طالبانو سره دي."
نوموړی وايي چې ډېری کورنه وران شوي او د خلکو لاسرسي روغتیايي او تعلیمي خدمتونو ته کم دی.
ښاغلی افغان په هلمند ولایت کې د ځواکونو د زیاتېدو او د وسله والو مخالفینو په وړاندې د پراخو عملیاتو غوښتنه کوي.
راپور: محمد واصل وصال